روسیې د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو اقدام غندلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114446-روسیې_د_اروپايي_اتحادیې_د_غړیو_هیوادونو_اقدام_غندلی
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا په یوې خبر پاڼه کښې د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو لخوا د ماسکو ډیپلوماټانو ایستلو ته غبرګون وښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2022 01:09 Asia/Kabul
  • روسیې د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو اقدام غندلی

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا په یوې خبر پاڼه کښې د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو لخوا د ماسکو ډیپلوماټانو ایستلو ته غبرګون وښود .

هغې وویل روسیه د اروپايي هیوادونو لخوا دغه د نه منلو وړ اقدام غیر دوستانه ګڼي .

ماریا زاخارووا وویل د اروپايي اتحادیې ارګانونو چې څو کاله کیږي په سیسټاماټیک ډول د روسیې او د اروپايي اتحادیې ملګرتیا خرابوي همدا اوس ثابته کړه چې له روسیې سره د عادي ډيپلوماټیکو چینلونو له ساتلو سره دلچسپۍ نلري .

هغې وویل روسیه به یه یوه لنډ وخت کښې د اروپايي اتحادیې دغه اقدام ته ځواب ورکړي .

اروپايي هیوادونو په تیرو څو ورځو کښې په یوه غږمله اقدام کښې د روسیې په لسګونو ډیپلوماټ وویستل .