روسیې د یوهیړ مالي سیسټم غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114572-روسیې_د_یوهیړ_مالي_سیسټم_غوښتنه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د روسیې د مالیې وزیر انتون سیلوانوف د بریکس ډلې غړیو هیوادونو ته په خطاب کښې د دغه ډلې د غړیو ترمینځ د یوهیړ سیسټم د رامینځته کولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2022 01:35 Asia/Kabul
  • روسیې د یوهیړ مالي سیسټم غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال وايي د روسیې د مالیې وزیر انتون سیلوانوف د بریکس ډلې غړیو هیوادونو ته په خطاب کښې د دغه ډلې د غړیو ترمینځ د یوهیړ سیسټم د رامینځته کولو غوښتنه وکړه .

په اوکراین باندې د روسیې  له حملې وروسته لویدیځو هیوادونو او امریکا په ماسکو باندې مالي بندیزونه لګولي دي او د روسیې ډیرې مالي موسسې یې له نړیوالو مالي موسسو سره له ارتباط او د بهرنیو اسعارو له تبادلې منع کړي دي.

حاضردمه له سویفټ  مالي چینل سره د روسیې د کابو اوو(۷) سترو بانکونو ارتباط غوڅ کړی شوی دی .

سویفټ یو مالي پیغام رسونکی سیسټم دی چې په ټوله دنیا کښې بانکونه او نورې مالي ادارې له یوبل سره وصلوي  چې په خپل مینځ کښې د مالي راکړو ورکړو په هکله د اطلاعاتو تبادله په امن رودو سره ترسره شي .