روسیې د یوهیړ مالي سیسټم غوښتنه وکړه
Apr 10, 2022 01:35 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د روسیې د مالیې وزیر انتون سیلوانوف د بریکس ډلې غړیو هیوادونو ته په خطاب کښې د دغه ډلې د غړیو ترمینځ د یوهیړ سیسټم د رامینځته کولو غوښتنه وکړه .
په اوکراین باندې د روسیې له حملې وروسته لویدیځو هیوادونو او امریکا په ماسکو باندې مالي بندیزونه لګولي دي او د روسیې ډیرې مالي موسسې یې له نړیوالو مالي موسسو سره له ارتباط او د بهرنیو اسعارو له تبادلې منع کړي دي.
حاضردمه له سویفټ مالي چینل سره د روسیې د کابو اوو(۷) سترو بانکونو ارتباط غوڅ کړی شوی دی .
سویفټ یو مالي پیغام رسونکی سیسټم دی چې په ټوله دنیا کښې بانکونه او نورې مالي ادارې له یوبل سره وصلوي چې په خپل مینځ کښې د مالي راکړو ورکړو په هکله د اطلاعاتو تبادله په امن رودو سره ترسره شي .
ټیګونه