روژه د خدای میلمتسیا (۲۰ )
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114958-روژه_د_خدای_میلمتسیا_(۲۰_)
روژه د بندګۍ او عبادت میاشت نومول شوی ده ، هماغه څیز چی زمونږ د خلقت فلسفه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2022 12:47 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمتسیا (۲۰ )

روژه د بندګۍ او عبادت میاشت نومول شوی ده ، هماغه څیز چی زمونږ د خلقت فلسفه ده .

روژه د الهی رحمت ښکلی وږمه ده . ډیر دا  حقیقت ډیر ښه درک کوي چی له روزې پرته زندګی ساړه  او بی روحه ده . که د رمضان په شان معنوی فرصتونه نه وی نو زمونږ زړونه د ګناهانو د بدرنګیو له امله  تیاره کیږي . خو کله چی رمضان زمونږ د ژوند له کوڅو تیریږی ، ته به وا چی زمونږپه  زړونویو پاکونکې او  لطیف باران وریږی . راځی چی په دغه پاتې فرصت کې بند کړکی د اسمان په لور پرانیزو اوپه فضا کې د دعا او مناجاتو عطر خپور کړو .

روژه د بندګۍ او عبادت میاشت نومول شوی ده ، هماغه څیز چی زمونږ د خلقت فلسفه ده . روژه  له ژونده زمونږ د مقصد تجسم دی ، د عبادت تجلی ده ، د رب جلیل عبادت چی خالق او د ټولې هستۍ پالونکی دې .  په اسلام کې د دغه عبادت سمبول لمونځ دې . له سهار تر ماښامه پر مونږه ۱۷ رکعته لمونځ واجب شوی دې چی په ټولو کې سوره حمد لولو . بسم ا... الرحمن رحیم ، الحمد لله رب العالمین  الرحمن الرحیم مالک یوم الدین ایاک نعبدو وایاک نستعین .....دغه وروستی ایت ته پام وکړئ ، خدای تعالی خپل عبادت له هغه د مرستې اخیستلو تر څنګ راوستې دې  . امکان نشته چی واقعا د خدای بنده وی او یوازې هغه د عبادت لپاره شایسته بولی ،خو په سختیانو او مشکلاتو کې له هغه پرته بل چا نه مرسته وغواړی . له بل چا مرستې غوښتل یعنی له غیر خدای په لور لاس اوږدول او دا په عبادت کې له قصور پرته بله معنا نلری . هغه کس چی د خدای تعالی ربوبیت یې منلې دې نو یوازې له هغه مرسته غواړی خپلې ټولې چارې خپل واحد او یوه خدای ته سپاري او په ټولو کارونو کې ورباندې توکل کوی .

خدای تعالی غیور دی ، یعنی په خپل څنګ کې غیر نه قبلوی او هغه بنده چی له خدای پرته یې بل چا په لور لاس اوږد کړې دې ، په حقیقت کې هغه بل یې د خپلو حاجتونو په لیری کولو وسمن بللې دې او که په همدې حال کې چی بل څوک قادر بولی ، د خدای له قدرته چی له ټولو قدرتونو برلاسه دی ، غفلت کړی وی نو هغه بل یې په د خدای په څنګ کې ګرځولې دې .

خو قران کریم ټینګار لری پر دې چی خدای تعالی د خپلو بندګانو د چارو د تدبیر لپاره کافی دی اوپه دغه چاره کی غیر ته اړتیا نلری .

ایا خدای د خپل بنده لپاره کفایت نه کوی ؟ (سوره زمر ایت ۳۶)

هغه بنده چی د چارو په ترسره کولو کې په خدای توکل نه کوی ، په حقیقت کې ایمان یې کمزورې دې اوپه همدې دلیل دې چی د خدای په غیرت یې سترګې پټې کړی او یا هیر کړې دې . په مونږ کې ډیرو ته دا پته ده خو کله چی د عمل وخت راشی خپل دغه علم ته توجه نه کوو او د دغه علم په اساس عمل نه کوو . خو باید پوهه شو چی هغه علم چی عملی نشی په حقیقت کې علم ندې ، داسې پوهه نه یوازې زمونږ لپاره کومه ګټه نلری بلکې ډیر زیات تاوان سرچینه کیدلې شی  ځکه چی علم مسولیت راوړی او هغه کس چی ښه پوهیږی په خپل مسولیت عمل ونکړی له هغه کس ډیر ګناهکار دې چی په ناپوهۍ کې یې داسې کار کړی وی .

د دې لپاره چی دغه علم عمل ته نږدې کړو بیا هم باید سوره حمد ته وګرځو ، په دغه سورت کې له دې مخکې چی ووایو ایاک نعبدو و ایاک نستعین ، خدای تعالی په ښکلیو نومونو سره یادوو ، الحمد لله رب العالمین ، حمد او مننه هغه خدای لره ده چی د ټولو نړیوالو پالونکې دې .

الرحمن الرحیم ، هغه خدای چی عام او خاص رحمت یې په هر ځای کی خپور دې . مالک الیوم الدین ، د قیامت ورځې مالک او باچا دې . له خدای تعالی سم شناخت او د هغه د بی نهایت قدرت سم انځور درلودل د هغه عبادت زمینه جوړونکی دی چی د هغه شایسته دی او که کوم بنده داسې وی نو هیڅکله بل چا په لور د اړتیا او حاجت لاس نه اوږدوی او له خدای پرته په بل چا توکل نه کوی . هغه بنده چی د خدای تعالی قدرت نه یوازې د بندګانوپه پنځولوبلکې د هغه په راتلونکی اوتیرو چارو په تدبیر کې وینی ، هغه کس چی د خدای قدرت په مادی اسبابو او وسایلو کې نه محدودوی او هغه له دغو چارو برتر بولی او په خپل عمل کې خپل دغه علم ته توجه لری . ، دلیل نه وینی چی له  چا مرسته وغواړی .

راځی په دغو د قدر شپو کې په کامل او خالص  ایمان سره خپلټول مقدرات وسمن ، رحمان او رحیم خدای ته وسپارو او راضی ووسو په هغه څه چی هغه زمونږ لپاره راپیښوی او یقین ولرلې شو هغه څه چی هغه یې غواړی بهترین دی .

د دغه پروګرام د احکامو په ربخه کې د مسافر د روژې احکامو ته کتنه کوو .

هغه څو ک چی په روژه میاشت کې مسافرت کوی اوپه هرو دو موردونو کی چی لمونځ باید نیم ولولی ، روژه باید ونه نیسی او په هر مورد کې چی باید څلور رکعتی لمونځ پوره ولولی باید روژه هم ونیسی . په دې مینځ و میان کې هغه مسافر چی په یوه ځای کې د لسو ورځو د پاتی کیدا نیت لری ؤ، یا هغه کس چی مسافرت د هغه کار دې او یا په هغه ښار کی زده کړې کوی چی د ژوند ځای یې ندې او هلته د اوږدې مودې لپاره پاتې شی ، هم یې لمونځ کامل دې او هم روژه .

هر وخت چی مسافر له ماسپښین مخکې وطن ته ورداخل شی ، یا هغه ځای ته ورسی چی د لسو ورځو د پاتی کیدا نیت لری ، که داسې کار یې نه وی کړی چی روژه باطلوی ، باید روژه وساتی او که نه یې وی ساتلی بیا وروسته باید قضا وساتی . خو که مازیګر ورداخل شی نو بیا روژه نشی ساتلې . په روژه کې مسافرت که څه هم له روزې د تیښتې لپاره وی ، جایز دې . البته بهتره دې چی په سفر لان نشی خو دا چی سفر د نیک او ضروری کار لپاره وی .

د مسافر د احکامو په زمینه کې حد ترخص ډیر زیات اهمیت لری . هروخت چی روژتی چی د مسافرت لپاره  د اته فرسخو د پلی تلو نیت لری ، مازیګر دې مسافرت وکړی ، روژه یې سمه ده خو که له مازیګر مخکې مسافرت وکړی او د خپل اوسیدو له ځایه واټن واخلی نو روژه یې باطلیږی . اوس باید پوهه شو چی دا واټن څومره دې ؟ حد ترخص په حقیقت کې هغه ځای دی چی مسافر له هلته وروسته د بشپړه لمونځ کولو او روژې نیولو معاف او مرخص کیږی او باید لمونځ نیم وکړی او روژه یې باطل کیږی . د حد ترخص کابو د ښار له دروازې کابو څلور تر پینځه کلومیټری پورې دی چینور د ښار دیوالونه نه لیدل کیږی او یا د اذان غوږ  نه رسیږی .

په دې اساس که کوم مسافر له ماسپښین مخکې مسافرت وکړی او حد ترخص ته ورسی نو نوره پرې روژه واجبه نده ، خو مهم ټاکی دا دې چی وګړې له دې مخکې چی حد ترخص ته ورسی ، روژه ماته کړی . یعنی جایزه نده له سهار چی ویښ شی ، د دې لپاره چی د مسافرت نیت لری ، ناشته وکړی او بیا له کوره ووځی .

دغه ښکلی ایت مو اوریدلې دی چی خدای تعالی فرمایی، ادعونی استجب لکم   یعنی ما یاد کړئ چی حاجت دې پوره کړم . په دغه دعا کې خدای تعالی تضمین ورکړی دی چی د خپل بنده دعا قبلوی . البته کله انسان داسې دعا کوی خو ظاهرا بې ځوابه پاتی کیږی . د مفسرانو له نظره د دعا قبلیدا په راز راز شرایطو پورې اړه لری  چی پکې تر ټولو مهم له ګناهانو د انسانانو پاکیدا او د هغه له وجوده او زړه له کومی د غوښتنې مطرحول دی . یو شمیر دینی کارپیژاندی وایی خدای تعالی د حکمتونو سرچینه او د بشر په ټولو ګټو خبر دې . کله انسان فکر کوی چی کومه غوښتنه د هغه په ګټه ده خوپه حقیقت کې هغه ته په رسیدا کې هغه لپاره خیر نلری او تاوانی ده . دلته د متعال خدای مصلحت ایجابوی چی د هغه د دعا اجابت وځنډوی چی دا هم د مهربان خدای لطف او کرم دې . د روژې په وخت انسان په دعا  ، مناجات او د قران پاک په تلاوت سره خدای تعالی ته  ډیر نږدې کیږی .

په دغه حالت کې خدای تعالی د روژتی دعا قبلوی او هغه په ښکلیو صفتونو لکه خوش اخلاقی او صبر ښایسته کوی .

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام فرمایی ، د روژتی کس دعا د روژه ماتی په وخت قبلیږی .

حضرت امام کاظم علیه السلام له هر مناسب فرصته له خدای سره د نږدی کیدا او عبادت لپاره ګټه پورته کوله . په دې لړ کې هر څومره چی سختیانې پرې زیاتیدلې نو امام ع به له صبر او لمانځه مرسته اخیسته ، امام ع په ټولو حالاتو کې د عالمینو د پالونکی منندوې او صابر وو . د بصرې د زندان ساتونکی عیسی بن جعفر وایی دیره هڅه مو وکړه چی له هر اړخه امام  موسی کاظم ع تر څارنې لاندې وساتم تر دې چی په پټه مې د هغه دعاګانې اوریدلې . خو هغه یوازې د خدای له درګاه مغفرت او رحمت غوښته او دا دعا به یې ډیره تکراروله چی ای خدایا تا ته پته ده چی ما له تا د عبادت لپاره یو بیلا ځای غوښته اوس دې چی داسې ځای لپاره برابر کړې دې ، د تاشکر او مننه کوم .

پای