انډونېشيا کښې د صهيونېسټ رژيم په خلاف احتجاجي مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115084-انډونېشيا_کښې_د_صهيونېسټ_رژيم_په_خلاف_احتجاجي_مظاهرې
د انډونېشيا په زرګونو خلقو له بېت المقدس څخه په ملاتړ او په مسجدالاقصی د صهيونېسټانو د تيري په غندلو کښې په جکارته کښې د امريکې د سفارت وړاندې احتجاجي مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2022 06:19 Asia/Kabul
  • انډونېشيا کښې د صهيونېسټ رژيم په خلاف احتجاجي مظاهرې

د انډونېشيا په زرګونو خلقو له بېت المقدس څخه په ملاتړ او په مسجدالاقصی د صهيونېسټانو د تيري په غندلو کښې په جکارته کښې د امريکې د سفارت وړاندې احتجاجي مظاهرې وکړې.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې په زرګونو انډونېشيائي خلقو نن په جکارته کښې د امريکې د سفارت په وړاندې په راغونډېدو او د مظاهرو په جوړولو سره د فلسطيني ملت په خلاف د صهيونېسټانو د جنايتونو د اودرولو غوښتنه وکړه.

مظاهره کؤنکو د فلسطيني ملت په خلاف د صهيونېسټي رژيم د جنايتونو په وړاندې د نړيوالو ټولنو په خاموشۍ نيوکه وکړه.

بيت المقدس او د مسجدالاقصی انګڼونه د اپرېل د پينځلسمې د جمعې له ورځې په تېرو يو کال کښې د صهيونېسټو فوځيانو او فلسطيني نمونځګزارو ترمېنځ  د ډېرو سختو نښتو کتونکي دي. په دغو نښتو کښې تر اوسه  په سلګونو فلسطينيان ژوبل شوي او يا نيول شوي دي.