هیڅوک دریم نړیوال جنګ نه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115272-هیڅوک_دریم_نړیوال_جنګ_نه_غواړي
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې خبرې سره چې هیڅوک د دریم نړیوال جنګ د پیلیدو هرکلی نه کوي، ټینګار وکړ: بیجنګ د ډیپلماسۍ له لارې په یوکراین کښې د شخړې د هواریدو ملاتړ کوي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 27, 2022 07:32 Asia/Kabul
  • هیڅوک دریم نړیوال جنګ نه غواړي

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې خبرې سره چې هیڅوک د دریم نړیوال جنګ د پیلیدو هرکلی نه کوي، ټینګار وکړ: بیجنګ د ډیپلماسۍ له لارې په یوکراین کښې د شخړې د هواریدو ملاتړ کوي

وانګ ونبین پرون وویل: چیني چارواکي له دریم نړیوال جنګ سره هیڅ دلچسپي نه لري او د یوکراین د کړکیچ لپاره د ډیپلماسۍ په بنیاد د یوې حل لارې ملاتړ کوي.

دغه چیني سفارتکار په خبري غونډه کښې په دې هکله د یو غربي خبریال د پوښتنې په ځواب کښې چې د چین خارجه وزارت، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګئي لاوروف وروستۍ څرګندونې څنګه د دریم نړیوال جنګ د پیلولو ګواښ بولي، وویل: هیڅوک نه غواړي چې دریم نړیوال جنګ وویني، باید د روسیې او یوکراین ترمینځ د صلحې د مذاکراتو د پرمخ بیولو له بهیره ملاتړ وشي.

د ویلو ده چې وړومه ورځ د روسیې خارجه وزیر له ماسکو سره د صلحې په مذاکراتو کښې کي یف په کړنلارې باندې په نیوکې سره، د دریم نړیوال جنګ د جوړیدو د (حقیقي) احتمال خبرداری ورکړی و.