د ملګروملتونو سرمنشي نن د اوکراین له ولسمشر سره خبرې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115326-د_ملګروملتونو_سرمنشي_نن_د_اوکراین_له_ولسمشر_سره_خبرې_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال فرحان حق وویل انټونیو ګوټریش به نن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره کتنه او خبرې وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2022 01:19 Asia/Kabul
  • د ملګروملتونو سرمنشي نن د اوکراین له ولسمشر سره خبرې کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال فرحان حق وویل انټونیو ګوټریش به نن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره کتنه او خبرې وکړي .

هغه وویل د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش پرون سهار له پولینډ څخه اوکراین ته تللی دی او د اوکراین پلازمینې   کي یف ته رسیدلی دی او نن به د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او خارجه وزیر دیمیترو کولیا سره کتنه او خبرې وکړي .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د اوکراین د جنګ له پیلیدا راهسې د دغه جنګ په هکله بیلابیل نظرونه اعلان کړي دي خو په دې زمینه کښې د هغه په کړچار باندې د نورو نړیوالو پیښو په شان ډيرې نیوکې شوي دي .

په انټونیو ګوټریش بانډې نیوکه کونکي باوري دي دا خبره چې د اوکراین د کړکیچ د میځګړي رول د ترکیې د فرانسې او د اسټریا په شان هیوادونه لوبوي اندیښمنونکی چاره ده او دوې خبر نه دي چې ایا د ملګروملتونو سرمنشي ګوټریش د دغه میځګړیتوب د پردې شاته ولاړ دی او که نه .