د اکراین په جګړه کې د بایډن دولت ګرم دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115332-د_اکراین_په_جګړه_کې_د_بایډن_دولت_ګرم_دی
جمهوري پال سناتور د بایډن دولت په اکراین باندې د روسیې په برید او په اکراین کې د روانې جګړې ګرم وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2022 08:14 Asia/Kabul
  • د اکراین په جګړه کې د بایډن دولت ګرم دی

جمهوري پال سناتور د بایډن دولت په اکراین باندې د روسیې په برید او په اکراین کې د روانې جګړې ګرم وباله.

د ایرنا له راپور سره سم، جمهوري پال سناتور رند پال د کنګرس په غونډه کې چي د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر انتونیو بلینکن په حضور کې تر سره شوه، وویل: د بایډن دولت ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره د اکراین په هڅولو سره، پوټین یې مجبوره کړ چي په اکراین برید وکړي.

د کنټاکي د ایالت دغه جمهوري پال سناټور، د روسیې د پارولو د امله یې په بایډن باندې نیوکې وکړې.

رندپال د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ته وویل: د بایډن دولت د روسیې د خبرداریو سره سره، د دې هیواد په سرو کرښو پښه کښېښوده او ناټو سره د اکراین له یو ځای کېدو څخه ملاتړ وکړه.

تر دې خبرو وروسته د دغه امریکايی سناټور او د امریکې د خارجه وزیر تر مینځ لفظي شخړه وشوه.

رندپال زیاته کړهک د یرغل او جګړې لپاره هیڅ توجیه شتون نه لري او زه یې نه تائیدوم.

دغه سناټور ګرجستان ته په اشارې سره وویل: که توجه وشي په کومو هیوادونو باندې چي روسیه برید کړي د شوروي غړي وي.