روسیې د اټومي جنګ د رامینځته کیدا په مخنیوي ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115458-روسیې_د_اټومي_جنګ_د_رامینځته_کیدا_په_مخنیوي_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وايي د روسیې خارجه وزارت د اټومي جنګ په هکله اندیښنو ته په غبرګون کښې د دغه جنګ د رامینځته کیدا په مخه نیولو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2022 06:47 Asia/Kabul
  • روسیې د اټومي جنګ د رامینځته کیدا په مخنیوي ټینګار وکړ

زمونږ خبریال وايي د روسیې خارجه وزارت د اټومي جنګ په هکله اندیښنو ته په غبرګون کښې د دغه جنګ د رامینځته کیدا په مخه نیولو ټینګار وکړ .

د روسیې او د اوکراین د پوځي شخړو له اوه شپیتمې(۶۷) ورځې سره په یوخت د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ټینګار  وکړ د اټومي قدرتونو ترمینځ د هر ډول وسله والې جګړې مخنیوی باید وشي .

سرګي لاوروف دغه راز په دې خبرې سره چې د ناټو غړي هیوادونه د ماسکو او د کي یف ترمینځ د سیاسي موافقې د ترسره کیدا د مخنیوي لپاره هر ډول کوشش کوي په ناټو او امریکا غږ وکړ چې په وسلو د اوکراین د سمبالولو کار ختم کړي .

د روسیې د خارجه وزیر سرګي لاوروف دغه وینا په داسې حال کښې ده چې د بریتانیا دفاع وزارت مخکې ویلي وو اته زره (۸۰۰۰) پوځیان به له لسګونو ټانکونو ، هیلي کوپټرونو او توپونو سره یوځاې ختیځې اروپا ته واستوي.

روسیې په ځلونو ویلي دي  اجازه به ورنکړي چې هیواد یې د اوکراین له خاورې وګواښل شي .