د بریتانیا خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ شوي
ايي نیوز اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د بریتانیا څلورنوي (۹۴) فیصده خلک د ژوند د لګښتونو د زیاتیدا د کړکیچ تر اغیز لاندې دي .
په بریتانیا کښې د انفلاسیون اندازه شپږ(۶) اعشاریه دوه(۲) فیصده راپور شوي ده .
د بریتانیا څه د پاسه نیمايي خلک حکومت د دغه مشکل د رامینځته کولو عامل ګڼي او یو زیات شمیر انګریزان هم کورونا ویروس او د اوکراین جنګ په دغه اقتصادي کړکیچ کښې اغیز شیندونکي عوامل ګڼي .
نوي نظر سنجې وايي چې د ژوند د لګښتونو زیاتیدا په بریتانیا کښې تقریبا ټول خلک تر اغیز لاندې وروستلي دي .
د انګلستان ډیرو خلکو د انفلاسیون له کبله د دباو په دلیل د خوراکي شیانو، جامو او کورونو د ګرم ساتلو ته اړونده نور لګښتونه کم کړي دي .
په بریتانیا کښې د خلکو ژوند په داسې حال کښې له مشکلاتو سره مخامخ دی چې لندن د اوکراین جنګ ته درنې او سپکې وسلې استوي او هلته د جنګ د زیاتولو کوشش کوي چې د روسیې اقتصاد تباه کړي .