د امریکا د ولسي جرګې مشره اوکراین ته تللي ده
May 02, 2022 01:05 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې نانسي پیلوسي کي یف ته په ناڅاپه سفر کښې د اوکراین له ولسمشر زلنسکي سره کتنه وکړه .
زلنسکي هم په کي یف کښې د امریکا د ولسي جرګې له مشرې نانسي پیلوسي سره د خپلې کتنې ویډیو خپره کړي ده او د روسیې په مقابل کښې له اوکراین څخه د امریکا د قدرتمن ملاتړ قدرونه یې وکړه .
په داسې حال کښې چې په اوکراین باندې د روسیې د حملې د پیلیدا اوه شپیته(۶۷) ورځې تیریږي د امریکا فارن پالیسي مجلې د اوکراین د جنګ په هکله په یوه(۱) راپور کښې ولیکل ولسمشر جوبایډن د روسیې د کمزوري کولو لپاره په خپلې سټراټيژۍ سره ممکنه ده چې د اوکراین جنګ په نړیوال جنګ بدل کړي .
ټیګونه