اوکراین ته د وسلو استول د جنګ د اوږدیدا سبب ګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115550-اوکراین_ته_د_وسلو_استول_د_جنګ_د_اوږدیدا_سبب_ګرځي
زمونږ خبریال وايي د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر ویچسلاو والودین وویل اوکراین ته د وسلو استول په دغه هیواد کښې د جنګ د نور زیاتیدا او د غمیزې په لور د نړۍ د کاږل کیدا سبب ګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2022 11:55 Asia/Kabul
  • اوکراین ته د وسلو استول د جنګ د اوږدیدا سبب ګرځي

زمونږ خبریال وايي د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر ویچسلاو والودین وویل اوکراین ته د وسلو استول په دغه هیواد کښې د جنګ د نور زیاتیدا او د غمیزې په لور د نړۍ د کاږل کیدا سبب ګرځي .

هغه وویل هغه هیوادونه چې اوکراین ته وسلې استوي د دغه جنګ د اوږدیدا سبب دي .

د روسیې د ولسي جرګې مشر ویچسلاو والودین وویل  د اروپايي هیوادونو مشران چې په سر کښې یې جرمني هیواد دی ممکنه ده چې خپل ملتونه د سختو مشکلاتو په لور بوځي .

د جرمني پارلمان په اوکراین کښې د جنګ په پلمه  دغه هیواد ته د وسلو له استولو سره موافقت وکړ .

روسیې په رسمي ډول امریکا او نورو هیوادونو ته خبرداری ورکړی دی د پوځي مرستې په ورکولو سره له اوکراین ملاتړ به په دغه هیواد کښې د جنګ د اوږدیدا سبب شي او حتی د نه اټکل وړ پایلې به ولري .

د امریکا ولسمشر جوبایډن له ولسي کانګرس غوښتي دي چې په راتلونکو پینځو (۵)میاشتو کښې له اوکراین د ملاتړ په هدف سره درې دیرش (۳۳) میلیارډه ډالره پوځي ، اقتصادي او  بشردوستانه مرستې تصویب کړي .