کتابونه د علم باغونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115714-کتابونه_د_علم_باغونه
په دغه پروګرام کې هڅه کوو دغې پوښتنې ته ځواب ورکړو چی ایا د کرونا په دغو کړکیچنو شرایطو کې د کتاب لوستل او د یوشمیر اجتماعی شبکو د محبوبیت وخت له کړکیچ سره د مقابلې لپاره یوه حل لاره ده ؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2022 12:13 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه

په دغه پروګرام کې هڅه کوو دغې پوښتنې ته ځواب ورکړو چی ایا د کرونا په دغو کړکیچنو شرایطو کې د کتاب لوستل او د یوشمیر اجتماعی شبکو د محبوبیت وخت له کړکیچ سره د مقابلې لپاره یوه حل لاره ده ؟

کړکیچ هغه پیښه ده چی په ناڅاپی او کله کله په زیاتیدونکی توګه رامینځته کیږی او د وګړی ، ډلې یا ټولنې لپاره خطرناک او غیرپایداره وضعیت سبب کیږی . کړکیچ د هغو شرایطو د رامینځته کیدا سبب کیږی چی د هغو د لیری کولو لپاره اساسی او بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لری . کړکیچونه د هغو د ډول والی او سختوالی په اساس متقاوت دي او د دودوانګیرنو د ماتیدا او پراخو غبرګونو سبب کیږي او په طبیعی توګه تازه اړتیاوې ، خطرونه ، ګواښونه او تاوانونه رامینځته کوي .

په دغه پروګرام کې هڅه کوو دغې پوښتنې ته ځواب ورکړو چی ایا د کرونا په دغو کړکیچنو شرایطو کې د کتاب لوستل او د یوشمیر اجتماعی شبکو د محبوبیت وخت له کړکیچ سره د مقابلې لپاره یوه حل لاره ده ؟

لومړی د تاریخ هلکان له ډرامې ډیرې مشهورې جملې ته تاسو پام راګرځو چی له الن بنت نقل شوی ده چی وایی د کتاب د لوستلو لپاره بهترین وخت هغه وخت دې چی د یوه فکر ، یوه احساس  او یا یوه کړکیچ په شان کوم څیز سره مخامخ کیږو . په دغه ډول موردونو کې شاید فکر وکړئ چی هغه خاصه موضوع یوازې له تاسو سره اړه لری خو د کتاب په لوستلو سره وینئ چی نورو هم دغه تجروبه کړی ده . په داسې شرایطو کې مطالعه له سختو او بحرانی شرایطو د تیښتې لپاره لاره کیدلې شی او د دې سبب کیږی کم د یوازیتوب احساس وکړی او په بحرانی حالاتو او وضعیت رڼا واچوی .

لوستل د یوزړه توب ، درک او پوهیدو د احساس د پراختیا لپاره یوه بهترینه لاره ده . د کرونا په شان شرایطو کې چی د حالاتو کنټرول زمونږ په لاس که نه دې باید وکولې شو په دې ډول خلاصون ته ورسو او کتاب په دې لاره کی په اسانتیا کې زمونږ سره مرسته کولې شی . لږ تر لږه په څو ساعتونو کې چی په مطالعې بوخت یو او د کتاب په دنیا کې د هغه له پیښو او اتلوالانو سره ملګري یو ، تر یوه حده له منفی احساساتو خلاصیدلې شو .

د کتاب لوستل چی په عادی وختونو کې یوه خوندور عادت او مشغولتیا دی ، له مشکلاتو سره د مقابلې یا د عزیزانو له لاسه ورکولو یا د ښځه او خاوند او کورنیوستونزو سره د مقابلې لپاره ډیر اغیزمن کیدلې شی . د یوه نوی څیړنې په اساس چی نتیجې یې د کسفورډ پوهنتون په خپرونه کې خپاره شوی د کتاب لوستل پر دې سربیره چی یوه مشغولتیا ده ، د روح او ارا د سلامتیا لپاره ډیره ګټه وره ده . دغه مطالعه ښی چی د سټریس د درملنې او زاړو دردونو په وخت د کلاسیک ادبیاتو لوستل اغیزمن دی .دغه څیړنه وایی چی کتاب لوستل د درملو ځای ناستی نشی کیدلې خو د هغه بشپړونکی کیدلې شي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د مشاهداتو او تحقیقاتو نتیجې ښی چی د کرونا په وخت کې د نړۍ زیاتره خلکو په اګانه یا غیر اګاهانه توګه په دغه سپارښتنه عمل وکړ . د ګلوبل ادیت تحقیقاتی موسسې د نړۍ په ۲۰۲۰ کال کې  په مختلفو هیوادونو کې د کتاب اخیستل او مطالعې اندازه د هغو د ژوند د سټایل د بدلون او د کتاب د زیاتې مطالعې ښودنه کوی . د دغو اینفوګرافیانو په اساس په ۲۰۲۰ کال کی خلکو د تیرو کلونو په نسبت زیات کتابونه اخیستلي دي چی البته د الیکټرونیک کتابونو ونډه د هغه له چاپی ډول زیاته ده .

په داسې حال کی چی د کرونا خپریدا عمومی کتابتونونه چټی کولو ته ورکش ویل د نړۍ زیات فیصده کتابتونونو په میلیونونو نسخې کتابونه ، اسناد او خپل ارزښتمن کلیکشنونه په وړیا توګه په اینټرنیټ خپاره کړل .همداراز نورو کتابتونونو هم خپل اینټرنیټی خدمات او همداراز د کتاب د الیکټرونیکی نسخې امانت ورکول پراخ کړل .

چین ، اسپانیا او ایټالیا په ترتیب سره ۴۴ فیصده ، ۴۲ او ۳۶ فیصده وده ثبت کړی ده . همداراز د نړۍ ۱۴ فیصده خلکو اعلان کړی دی د کرونا او قرنطینه په پړاو کې د تیر کال په نسبت زیاته مطالعه کړی ده .

د برتانیا د ملی کتابتون د راپور په اساس د کرونا او له هغه  مخکې پړاوه په امانت اخیستل شویو الیکټرونیکی کتابونو شمیر په وروستۍ یوې لسیزې کې خپلې تر ټولو زیاتې اتندازې ته رسیدلی دی . لکه څرنګه چی د الیکټرونیکی کتابونو د امانت اخیستلو لپاره د کاربرانو شمیر له کرونا مخکې پړاو په نسبت ۳۵۸ فیصده زیات شوی دی .

د امریکا NPD تحقیقاتی ډلې په خپلو نویو شمیرنو کې ویلی دی چی په ۲۰۲۰ کال کی د چاپی کتابونو خرڅیدا د تیرکال په نسبت څه د پاسه اته فیصده زیات شوی دی . د دغې ډلې یوه مدیر او شناندی کریستین مک لین وایی د شمیرنو په اساس سیاسی ، داستانی او د اخلوپخلو کتابونه د تیر کال په نسبت زیات خرڅ شوي دي .

کیدلې تاسو لپاره جالبه وی چی پوهه شئ په افغانستان کې هم دکرونا په وخت کتاب فروشانو زیات کتابونه خرڅ کړې شول اجمل محمدی چی په کابل کې د کتاب خرڅولو دوکان لری هڅه وکړه چی کتابونه په انلاین ډول خرڅ کړي تر څو خلک له کورونو کم راووځي . هغه وایی په دغه موده کې هیله ورکونکی کتابونه ډیر خرڅ شول . د اروا پیژندنې کتابونه هم له ایرانه رته رارسیږي دیر پلویان لري . البته هغه زیاتوی چی د کیسو کتابونه همیشه ډیر جذابیت لري . عاشقانه کیسې او هغه کتابونه چی له دغه حالاتو سره اړه لري . لکه طاعون ، چی البر کامو لیکلې دې ، ډیر پلویان لري .

ښه ده چی پوهه شو چی د کتاب د اخیستلو او لوستلو ډول د کتابو لوستلو او خپرولو په صنعت د کرونا یوازنې اغیرې نه وی . له کتاب خرڅونکیو سره چی خبرې کوو نو پوهیږو چی  د زیات خرڅیدونکی کتابونه د وړاندوینو ، هیله ورکونکیو په شان کتابونه خلکو ډیر خوښ کړي دي او همدغه چاره سبب شوی ده چی دغه بحث مطرح شی چی کرونا کتاب لوستلو ته نوی مخاطباتن ورزیات کړي دي .

د کتبونو د خرڅیدا شمیرنو ته په یوه کتنه کې دغه ټکی ته متوجه کیږو چی د کتاب د مخاطبانو په یوه برخه کې د کتاب لوستلو خوند له کرونا اغیز اخیستې دې او د داستانی  او ناول ادبیاتو په څنګ کې چی هماغه راز دیر خرڅیدونکی دي ، د کرونا په موضوع او روانی دباو باندې د غلبې د لارو چارو په موضوګانو هم د کتابونو لټونکی زیات شوي دي .

د BOOKMATE نظر غوښتنه او مطالعې نتیجه ښئ چی د قرنطینه په پړاو کې د اراواپیژندنې او د شخصیت د ودې په موضوع کتابونه ۱۴ فیصده ، په عامه خوښونکیو علمی ادبیاتو موضوع کتابونه ۸/۱۳ فیصده زیات خرڅ شوی دي .

د مالدیپ کتاب درملونکی کریسی رایان په دې باره کی چی څرنګه کتاب لوستل او کتاب درملنه په بحرانی شرایطو کې د وګړیو مرسته کولې شی ، یوشمیر ګټه ورو ټکیو ته اشاره کوي . هغه باوری ده چی کتاب درملنه د خلکو د مرستې کولو په حکم کې راځی تر هغه وخته چی مطالعې ته یې بیلوی ، زیات خوند واخلي . هغه خلک هڅوی چی په ځان کې د کتاب لوستلو سالم عادت وپالی . په دې ډول چی لومړی له هغوسره د سلاومشورې غونډې ترسره کوی تر څو ورور ورو د هغو د ژوند له سټایل ، سلیقې ، د مطالعې له عادتونو او روحیاتو سره بلده شی . بیا له خپلو ټولو زده کړو مرسته اخلی تر څو له هغو سره مرسته وکړي چی پوهه شي په راتلونکی کې له مطالعې څه ترلاسه کولې شي .

دغه درمل کونکۍ وایی مهمه دا ده چی څه سبب کیږی وګړی له مطالعې خوند اخلی او هغه خنډ چی هغه له مطالعې منع کوی له لارې یې لیری کړی . مونږه په ورزنیز ژوند کې کله چی د یوې چارې لپاره چی مونږه نه خوشحالوی وخت نلرو او پوهه کتاب درمل کونکی په مشکلاتو د غلبې او د هغو د عواطفو د درک لپاره د خلکو د مرستې لپاره  له کتاب درملنې ګټه پورته کوي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د وحشت د ژانر یا موضوع امریکایی لیکوال ډین کونتز د هارر او هیجانی ناولونو لپاره نړیوال شهرت پیدا کړی دی . دغه لیکوال څه د پاسه سل ناولونه لیکلی دی او نیویارک ټایمز د هغه لیکنې له ارواپیژنې نظره پیچلی او ماهرانه بللی دي .

د تیارې سترګې dark eyes  چی لیکوال پکې د کرونا ویروس د ظهور وړاندوینې موضوع ته اشاره کړی ده ، د دغه لیکوال هیجان راپارونکی ناول دی چی په ۱۹۸۱ کال کې خپوی شوی دی .دغه ناول د هغې مور په اړه دې چی بچې یې په مرموز ډول بی درکه شوی او له یوې مودې وروسته د چین له ووهان ښاره پیدا کیږی . هغه د خپل بچی د پیدا کولو لپاره  ووهان ته ورځی  او هلته کوشش کوی چی پوهه شی ایا زوې یې واقعا تیر کال مړ شوی دی یا تراوسه ژوندې دې . هغې او دهغې ګیر چاپیر خلکو لپاره ډیرې پیښې رامینځته کیږی او د کیسې په پاې کې یو ویروس هر ځای کی خپریږي او غمیزه رامینځته کوی .

په دغه کتاب کې څو مهمې وړاندوینې وجودلري ، خو ترټولو مهمه پیښه چی اوس ورسره درسته نړۍ مخامخ ده د کرونا ویروس خپریدا ده . د دغه ویروس له خپریدا وروسته مختلفو رسندویو د دین کونتز د عجیبه وړاندوینې په اړه ولیکل او ټول شرایط برابر وو چی کونتز دغو پوښتنو ته ځواب ورکړی . په عین حال کی کونتز تراوسه په دې اړه چوپتیا غوره کړی ده او هیڅ یې ندی ویلی . هغه یوازې د خپلو ناولونو او لیکوالۍ په اړه خبرې کوی .

په پاې کې د تیارې سترګې له ناول یو څو جملې درته بیانوو ،

۴۰۰ وووهان یوې بی نقصه وسله وه . یوازې انسان یې تر اغیز لاندې راوسته او د حیواناتو له لارې نه متقلیده . د سیفلیس په شان له بدنه بهر له یوه منټه زیات ژوندې نه پاتی کیده . یعنی نه یې شو کولې چی په دایمی توګه څیزونه یا ځای لکه د تورټپ یا نورو  وژونکیومیکروارګانیزمونوپه شان ککړ کړي . په مړینې سره کوربه تباه کیده او له ۳۰ درجې سانټی ګراډه  په کمې هوا کې ژوندې نشو پاتې کیدلې . دا په یوې ډیرې جالبې وسلې کې ټوله ګټه وه .

پای