بې نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116046-بې_نقابه_امریکا
د توکو د بیې بې ساري ګراني، په خلګو باندې د بانکونو د پورونو زیاتېدا، د ډوډیو د بیې د لوړېدو په هکله خبرداری، د تاوتریخوالو زیاتوالې، اکراین ته د وسلو د چټک لېږد د قانون او اکراین سره د امریکې د ۴۰ میلیارد دآلریزي مرستې د طرحې تصوېبېدا په تېره اوونې کې د امریکې له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2022 11:49 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د توکو د بیې بې ساري ګراني، په خلګو باندې د بانکونو د پورونو زیاتېدا، د ډوډیو د بیې د لوړېدو په هکله خبرداری، د تاوتریخوالو زیاتوالې، اکراین ته د وسلو د چټک لېږد د قانون او اکراین سره د امریکې د ۴۰ میلیارد دآلریزي مرستې د طرحې تصوېبېدا په تېره اوونې کې د امریکې له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.

په امریکا کې د بې سارې ګرانۍ سره هممهاله چي په تېرو ۴۰ کلونو کې مخینه درلودلې نه ده، په خلګو باندې د امریکې د بانکونو پورونه هم زیات شوي دي، د امریکې د مرکزي بانک له راپورونو سره سم، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په امریکا کې د مصرفوونکو د پورونو په کچه کې ۵۲ میلیارد ډالره زیاتوالې راغلې ده چي د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه یې وده کړې ده، کریډیټ کارتونو کې هم ۲۱ سلنه د پورونو کچه زیاته شوې ده، د تیر کال په پرتله د تنخواو له زیاتېدو سره سره، په امریکا کې ګرانی همدارنګه د کم او متوسط عاید لرونکې په کسانو زیات فشار راولي،  په امریکې کې د خوړو په لګښتونو کې د تېر کال په پرتله ۹ سلنه زیاتوالې راغلې ده او د هر ګېلن پیټرولو قیمت له ۴ ډالرو زیات شوی دی، د اعتباري کارټونو د پورونو ورکړه هغو کسانو ته چي د میاشت په سر کې جبرانولای نه شي سخته شوې ده ځکه چي د مرکزی بانک له لوري نور سود په راځي.

د امریکې د لندینګ ټری د موسسې جګپوری څېړونکی مت شولز وایي: په راتلونکو میاشتو کې به د امریکا د خلګو پورونه نور هم زیات شي، د پورونو د زیاتېدو دوه لاملونه دي، اول دا چي د کرونا د امله ځینې خلګ پوره وړي شوي او بله دا چي خلګو سره پیسې نه شته نو پورونو یعني کریدیت کارټونو ته یې مخه کړې ده تر څو خپل لومړني ضروریتونه چي ګران شوي دي پوره کړي.

د امریکې د کار وزارت په خپل وروستي راپور کې ویلي چي په تېر یو کال کې د توکو په قیمتونو کې ۸ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالې راغلې ده چي په تېرو ۴۰ کلونو کې مخینه درلودلې نه ده.

په امریکا کې نانوایان په دوبي کې د ډوډیو د قیمت د زیاتوالې په هکله خبرداری ورکړی دی، په دوبي کې په امریکا کې خوراکي توکو په پلورنځیو او رستورانتونو کې د خوړو قیمت زیاتیږي چي کولایشي یوه عمومي ګراني رامینځ ته کړي.

د امریکې د نانوایانو د ټولنې مشر راب مک کی په دې اړه وایي: د دغو ګرانیو بار د خلګو په اوږو لوېږي او بې وزلي پرګنی تر ټولو زیات زیانمن کیږي. د اچ اند اس لوی نانوایي چي په بالتیمور کې ډوډۍ تولیدوي او د امریکا ختیځو سیمو کې پلورنځیو او رستورانتونو ته ورلیږي، وایي چي له ستونزو سره مخامخ شوی دی، ځکه چي د اوړو په قیمت کې ۳۵ سلنه زیاتوالې راځي چي دا د اکراین او روسیې تر مینځ په جګړې پوري تړاو لري.

د اکراین او د روسیې جنګ په امریکا کې د غوړو او د غنمو په قیمت ناوړه اغیز کړی دی، اکراین او روسیه د نړۍ ۳۰ غنم تولیدوي، په اکراین او روسیې کې جنګ، کرونا، د ګازو د بیې لوړېدا او د غنمو د ډیپوګانو ختمېدا هغه لاملونه دي چي امریکا کې د ډوډیو د بیې د لوړېدو سبب ګرځي. په امریکا کې د نانوایي صنعت په دولت تکیه لري او دولت باید زیاتې ځمکې د غنمو کښت ته ځانګړې کړي او په زیاته اندازه د تېلو او د ګازو په ایستلو سره، د سوونګو بیه راټیته کړي.

په امریکا کې د تاوتریخوالو د کنټرول او مخنیوی مرکز اعلان کړی چي په امریکا کې د ګرمو وسلو په وسیله د تاوتریخوالو کچه لوړه شوې ده، دغه راپور کې راغلې چي په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ګرمو وسلو په وسیله د وژلو په کچه کې ۳۵ سلنه زیاتوالې راغلې ده چي د ۱۹۹۴ میلادي کال راپه دېخوا یې مخینه نه ده لرلې.

راپور کې ویل شوي چي د ګرمو وسلو په وسیله په وژل شویو کې زیات شمېر نارینه تورپوستي شامل دي، یعني په ډزو باندې د ټورپوستو د وژلو شمېرنې ۱۲ چنده د سپین پوستو په پرتله زیات دي.

د امریکا فډرل پولیس په یوه رسمي راپور کې اعلان وکړ چي د تېرو کلونو په پرتله په امریکا کې په ډزو باندې د وژل شویو په شمېر کې ۳۰ سلنه زیاته شوې ده. د امریکا د غیر دولتي اداراتو په راپورونو کې راغلې چي اکثره تاوتریخوالې د تور پوستو په ضد زیات شوي او اکثره د وسله ایزو تاوتریخوالو قربانیان تور پوستي دي.

د بالټیمور د پولیسو مخکنی افسر او د جنایي جرمونو کارپوه وایي چي په امریکا کې د ګرمو وسلو په مټ تاوتریخوالې له کنټروله وتلي دي او کلونه کیږي چي امریکا له دې بحران سره مخ دی لیکن دولت په دې زمینه کې هیڅ کار نه دی کړی.

 

د امریکا ولسمشر بایډن د دوشنبې په ورځ اکراین ته د وسلو د چټک لېږد لپاره یو نوی قانون لاسلیک کړ، هغه د دغه قانون د لاسلیکولو په مراسمو کې ویلي: زه داسي یو قانون لاسلیکوم تر څو له اکراین څخه د ملاتړ لپاره نوی اوزار رامینځ ته کړم، هغوی له خپلي ډیموکراسۍ څخه په دفاع او پوټین سره په یوه بې رحمه جګړه کې نغښتي دي.

د (پور او کریې) قانون چي اوس د بایډن له لوري فعاله شوی دی، تر دې مخکې په دوهمه نړیواله جګړه کې د هیټلر په ضد پلي شوی و، د دې قانون له مخې هغه هیوادونه چي هیټلر او د هغه له ملګرو سره په جنګ لګیا وه، امریکې څخه وسلې په پور اخیستلای شوای، یایې هم په کریه ځینې وړلایشوای، اوس بایډن د دې قانون په بیا فعاله کولو سره، دا ځلي غواړي د روسیې په ضد د اکراین څخه ملاتړ وکړي.

د امریکا ولسمشر همدارنګه په یو بل اقدام کې د کنګرس څخه غوښتنه کړې چي ۳۳ میلیارد ډالره اکراین سره مرسته وکړي، یادو مرستو کې د ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت فوځي او امنیتې سازو سامان هم شامل دي،

د امریکې د کنګرس مشرې «نانسي پلوسي» د بایدن د غوښتنې په ځواب کې ویلي: فکر کوم چي اکراین سره د ۳۳ میلیارد ډالرو د مرستو لایحه ژر تر ژره تصویب کړای شي، ځکه چي د دواړو ګوندونو استازې له اکراین څخه ملاتړ کوي.

دې سره هممهاله د دواړو ګوندونو استازي ویلي چي حکومت له لوري وړاندې شوې بودیجې به په بېړنیزه توګه وڅېړل شي او تصویب شي.

د کنګرس غړي د ۳۳ میلیارد ډالرو د مرستندویي بسته کمه وباله او د امریکې له دولت څخه غوښتنه وکړه چي اکراین سره د مرستو بسته یا صندوق ۴۰ میلیارد ډالرو ته زیات کړي.

یاده لایحه په ۳۶۸ موافقو رایو او ۵۷ مخالفو رایو سره تصویب شو، تر دې پړاو وروسته، یاده لایحه باید سنا ته د تائید لپاره وړاندې شي، تر څو بایډن وکولایشي هغه د قانون په توګه لاسلیک کړي. د امریکا کنګرس په دغه هیواد کې کرونا سره د مبارزې لپاره وړاندې شوي بودیجې له اجنډا څخه لیري کړي او اکراین سره د مرستو لپاره وړاندې شوي بودیجې ته لومړیتوب ورکړی دی.

د بایډن حکومت خبرداری ورکړی چي راتلونکو لسو ورځو پوري اکراین سره د مرستو بودیجه ختمېدونکې ده او ژر تر ژر کنګرس باید نوې بودیجې تصویب کړي.

د بایډن حکومت تر راتګ وروسته په علني توګه روسیه د امریکې دښمن وباله او غلیمانه سیاستونو ته یې مخه کړه،  امریکا او ناټو د روسیې خبرداریو ته په بې پامی سره، د روسیې د سرحدونو په لور خپل فوځي حضور وغځول چي د امله یې د اکراین جګړه رامینځ ته شوه، اوس هم امریکا او لویډیځو هیوادونو اکراین ته د میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو په لېږدولو سره د جګړې د اوږدوالې سبب شوي دي.

په زړه پوري ټکی دا دی چي بایډن په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي: له دې څخه اندېښمن یم چي د روسیې ولسمشر پوټین اکراین څخه د وتلو لپاره کومه لاره نه ولري، هغه ادعا وکړه چي پوټین په دې باور و چي په اکراین باندې برید به د ناټو او د اروپایي اتحادیې د پاشلي کېدو سبب شي، د بایډن خبرې په داسي حال کې مطرح شوي چي امریکا او لوېدیځ ملګرې یې په خپل ټول وس سره اکراین ته د وسلو په لېږدولو لګیا دي،

اکراین ته د لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو لېږد به د امریکې د خلګو د لا بې وزلیتوب او لالهاندی سبب شي ځکه چي دغه پیسې بیرته له خلګو څخه د ټکس او مالیات په توګه راټوليږي.