کیسینجر د روسیې پرضد د اقداماتو په اړه خبرداری ورکړ
فارس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني خارجه وزیر هنري کیسینجر د روسیې پرضد د لویدیځ له غمیزې د ډک کړچار د پایلو په هکله خبرداری ورکړ .
د امریکا او د بریتانیا په شمول بیلابیلو لویدیځو هیوادونو په اوکراین باندې د روسیې د حملې له پیلیدا وروسته اوکراین ته د وسلو په استولو سره د ماسکو پرضد سخت بایکاټونه لګولي دي .
د امریکا پخواني خارجه وزیر هینري کسینجر په سویزرلینډ کښې د اقتصاد د نړیوالې ټولنې په غونډې کښې خبرداری ورکړ په اوکراین کښې د روسیې ځواکونو ته د ماتي د ورکولو لپاره به د لویدیځو هیوادونو هڅه د اروپا د اوږدمهاله ثبات لپاره له غمیزو ډکې پایلې ولري .
په اروپايي هیوادونو کښې د روسیې ضد سیاستونو دوام د اروپايي هیوادونو داخلي امنیت هم له خطر سره مخامخ کړی دی .
لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا په تیرو څو کلونو کښې د اوکراین له حکومت سره ډیرې مالي او پوځي مرستې کړي دي او په دغه هیواد کښې د جنګ له پیلیدا وروسته یې هم د پوځي او مالي ملاتړونو په ترڅ کښې هلته ډیر ګوډاګیان د جنګ لپاره استولي دي .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی دی چې اوکراین ته د وسلو او د ترهګرو د استولو لپاره د لویدیځو هیوادونو اقدام دغه هیواد نور په وینو کښې لیت پیت کوي .