یوازې اړمنو هیوادونو ته غنم ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116458-یوازې_اړمنو_هیوادونو_ته_غنم_ورکوو
د غنم تر نړیوال کمښت وروسته د هندوستان حکومت د دې هیواد د غنمو په صادراتو بندیز لګولی دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2022 09:29 Asia/Kabul
  • یوازې اړمنو هیوادونو ته غنم ورکوو

د غنم تر نړیوال کمښت وروسته د هندوستان حکومت د دې هیواد د غنمو په صادراتو بندیز لګولی دي.

د ایرنا له راپور سره سم، د هندوستان د سوداګریزو چارو وزیر پیوش ګویال نن رسنیو ته وویل چي بندیزونه یوازې د غنمو د صادراتو په خصوصي سکټور لګېدلی دی خو د هندوستان ملګرو او اړمنو هیوادونو ته د غنمو صادرات به جاري وساتل شي.

که څه هم هندوستان د نړۍ د غنمو یوه سلنه تولیدوي خو د غنمو په صادراتو باندې د دې هیواد بندیز په نړیواله کچه د غنمو د قیمت د زیاتېدو سبب شوی دی.

د هندوستان حکومت همدارنګه په نظر کې لري چي د بورو په صادراتو هم محدودیتونه ولګوي.