د ولودیمیر زلنسکي تګلارې د اوکراین د جنګ سبب شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116570-د_ولودیمیر_زلنسکي_تګلارې_د_اوکراین_د_جنګ_سبب_شوې
فارس خبري اژانس وايي د جاپان پخواني لومړي وزیر «شینزو ابه »په ناټو تړون کښې د شاملیدا لپاره د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دریځونه او د دونباس جمهوریت د خپلواکۍ نه منل د اوکراین پرضد د روسیې د ځانګړیو پوځي عملیاتو عامل وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2022 08:24 Asia/Kabul
  • د ولودیمیر زلنسکي تګلارې د اوکراین د جنګ سبب شوې

فارس خبري اژانس وايي د جاپان پخواني لومړي وزیر «شینزو ابه »په ناټو تړون کښې د شاملیدا لپاره د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دریځونه او د دونباس جمهوریت د خپلواکۍ نه منل د اوکراین پرضد د روسیې د ځانګړیو پوځي عملیاتو عامل وبلل.

هغه له اکونومیسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې په ناټو کښې د غړیتوب لپاره د اوکراین د ولسمشر زلنسکي سیاسي دریځونه او په دونباس سیمه کښې د شخړو له ختمولو ډډه کول په اوکراین کښې د روسیې د ځانګړیو پوځي عملیاتو د پیلیدا عامل وبلل.

د جاپان پخواني لومړي وزیر شینزو ابه زیاته کړه که چیرې د اوکراین ولسمشر زلنسکي په ناټو کښې د شاملیدا لپاره ژمنه ورکولو ته مجبوره نه  کیدلی یا مجبوره کیدلای د اوکراین په ختیځ کښې دوو سیمو ته له خپلواکۍ څخه بره درجه ورکړي په دغه هیواد کښې د جنګ د مخنیوي احتمال و».

هغه وویل سره له دې د اوکراین د ولسمشر زلنسکي په دریځ کښې بدلون راوستل ډیر ګران کار دی خو زما په نظر د امریکا ولسمشر جوبایډن کولای شي په ولودیمیر زلنسکي اغیز وشیندي.

امریکا تل له اوکراین څخه په مالي او وسله وال ملاتړ سره په دغه هیواد کښې د جنګ د رامینځته کیدا عامله شوي ده.