د روسیې پوځیان د اوکراین سورودونتسک ښار ته ننوتل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116622-د_روسیې_پوځیان_د_اوکراین_سورودونتسک_ښار_ته_ننوتل
ایرنا خبري اژانس وايي د اوکراین یوه چارواکي په لوهانسک ولایت کښې د کي یف تر کنټرول لانډې تر ټولو ستر ښار سورودنتسک(severodvinsk) ته د روسیې د پوځیانو د ورننوتلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2022 08:37 Asia/Kabul
  • د روسیې پوځیان د اوکراین سورودونتسک ښار ته ننوتل

ایرنا خبري اژانس وايي د اوکراین یوه چارواکي په لوهانسک ولایت کښې د کي یف تر کنټرول لانډې تر ټولو ستر ښار سورودنتسک(severodvinsk) ته د روسیې د پوځیانو د ورننوتلو خبر ورکړ.

د لوهانسک والي «سرهي هایدي »په دې خبرې سره چې د روسیې پوځیان د سورودونتسک ښار له شاوخوا څخه د ښار د مرکز په لور د حرکت کولو په حال کښې دي وویل د سوردو دونتسک ښار اوبه  او ګاز غوڅ شوي دي.

د اوکراین په ختیځ کښې د روسیې د پوځ پرمختګ دوام لري او ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له دې مخکې ویلي وو چې په دونباس په تیره بیا په سورودونتسک ، لیسچانسک ، باخموت او پوپاسنا  سیمو کښې حالت هماغه راز ستونزمن دی.

د اوکراین ولسمشر زلنسکي ته نږدې سلاکار الیکسي ارستوویچ هم په ټیلي ويژن باندې یوه ژوندي پروګرام کښې اعتراف کړی و چې د اوکراین عسکرو د لیمان ښار کنټرول له لاسه ورکړی دی .

د روسیې دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف هم په تیرې شنبې ورځ وویل چې لیمان په کامل ډول د اوکراین د ملي پالو کسانو له کنټرول څخه ازاد شوی دی.