له افغانستانه د نشه ییزو موادو قاچاق زیات شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د فیډرال امنیتي ادارې لومړي مرستیال او د دغه هیواد دسرحدي ګارډ مشر ولادیمیر کولیشوف وویل په تیر میلادي کال کښې له افغانستانه مرکزي اسیا هیوادونو ته د نشه ییزو توکو د قاچاق اندازه دوه برابره شوي ده.
هغه وویل په تیر میلادي کال کښې په تاجیکستان کښې څه د پاسه درې زره او پينځه سوه ټنه نشه ییز مواد کشف او ضبط شوي په داسې حال کښې چې په دوه زره شلم میلادي کال کښې له افغانستان څخه د مرکزي اسیا هیوادونو ته د نشه ییزو توکو د قاچاق اندازه یوزر او اوه سوه ټنه وه.
په افغانستان کښې د نشه ییزو موادو د تولید زیاتیدل په دغه هیواد کښې د امریکا د پوځيانو د نیواکګرۍ نتیجه ده.
امریکا او ملګرو یې په ۲۰۰۱ میلاي کال کښې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د تامینولو لپاره په دغه هیواد برید وکړ او دغه نیواکګرۍ د جنګ د نښتې او د اقتصادي بیخ بنایانو د تباه کیدا سبب شوه او په افغانستان کښې ناامنۍ، ترهګرۍ او د نشه ییزو موادو تولیدو نور هم پسې زیات شوی.