اروپا او مرکزي اسیا هیوادونو د افغانستان په هکله غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116724-اروپا_او_مرکزي_اسیا_هیوادونو_د_افغانستان_په_هکله_غونډه_وکړه
فارس خبري اژانس وايي د قزافستان په کوربه توب د افغانستان په چارو کښې د مرکزي اسیا د هیوادونو او د اروپايي اتحادیې د ځانګړیو استازیو غونډه په الماتې ښار کښې وشوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2022 00:44 Asia/Kabul
  • اروپا او مرکزي اسیا هیوادونو د افغانستان په هکله غونډه وکړه

فارس خبري اژانس وايي د قزافستان په کوربه توب د افغانستان په چارو کښې د مرکزي اسیا د هیوادونو او د اروپايي اتحادیې د ځانګړیو استازیو غونډه په الماتې ښار کښې وشوه.

د ملګروملتونو د بشري حقوقو کارپيژاندو د افغانستان په کړکیچ کښې د امریکا په ګرم بللو سره په امریکا کښې د افغانستان د کنګل کړې شویو ډالرو د خوشي کولو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خلکو د اساسي ضرورتونو د تامینولو لپاره د بشر دوستانه مرستو د ورکولو امکان برابر شي.

په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د څه د پاسه نهو میاشتو له تیریدا سره سره نړیواله ټولنه تراوسه نه ده توانیدلي د طالبانو لخوا د ځینو سیاستونو د غوره کولو په دلیل دغه ډله په رسمیت وپيژندي.

په قزاقستان کښې د غونډې اجنډا په افغانستان کښې د حالت په چوکاټ کښې د سیمه ییز امنیت د نویو او د اوسني چیلنجونو په لنډ شان څیړل و.

د دغه غونډې په بهیر کښې ټولو ګډون کونکو هیوادونو د یوه امنه ، باثباته او ارامه افغانستان لپاره خپله ګډه هڅه تائید کړه.

د دغه غونډې په پاې کښې د ټولو ګډون کونکو لخوا یوه ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه.