روسیه د اوکراین له وسلو سره سخته مقابله کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوې وینا کښې چې پرون حکومتي ټيلي ويژن خپره کړه د ماسکو لخوا په اوکراین کښې د لویدیځو هیوادونو د جوړو وسلو ماتي خوړل د فندق د ماتولو په شان وباله.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل د ماسکو جنګي الوتکې په اوکراین کښې د لویدیځو هیوادونو موجودې وسلې په اسانۍ سره نسکوروي او د روسیې د جنګي اوزارونو لپاره په دغو وسلو حمله کول د فندق د ماتولو په شان دی.
ولادیمیر پوتین د یوې پوښتنې په ځواب کښې چې په اوکراین کښې د امریکا د جوړو وسلو په هکله شوي وه وویل روسیې په ځلونو د امریکا له دغو وسلو سره مقابله کړي ده او په اسانۍ سره دغو وسلو ته د ماتي د ورکولو جوګه ده.
د روسیې ولسمشر پوتین د اوکراین د وسلو ډول ډول والي ته اشاره ونکړه خو د ماسکو حکومت په ځلونو ویلي دي چې په بیلابیلو موقعیتونو کښې یې د اوکراین الوتکې او توغندي له مینځه وړي دي.