چین اوکراین ته د وسلو د استولو په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116958-چین_اوکراین_ته_د_وسلو_د_استولو_په_هکله_خبرداری_ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی په ملګروملتونو کښې د چین استازي د اوکراین د وسلو د تامینولو او یا د روسیې پرضد د بایکاټ د لګولو په هکله په خبرداري سره ټینګار وکړ: دغه اقدام یوازې د جنګ زیاتولو ته لمن وهي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2022 23:33 Asia/Kabul
  • چین اوکراین ته د وسلو د استولو په هکله خبرداری ورکړ

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی په ملګروملتونو کښې د چین استازي د اوکراین د وسلو د تامینولو او یا د روسیې پرضد د بایکاټ د لګولو په هکله په خبرداري سره ټینګار وکړ: دغه اقدام یوازې د جنګ زیاتولو ته لمن وهي.

په ملګروملتونو کښې د چین دائمي استازي «دايي بینګ» د اوکراین په جنګ کښې د انسان د قاچاق او د جنسي تاوتریخوالي په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې وویل نړیواله ټولنه باید په خپلې ملګرتیا سره د سولې خبرې مخ ته بوځي او روسیه او اوکراین دې خبرې ته وهڅوي چې د خبرو اترو میز ته ورستانه شي.

د چین دغه ډیپلوماټ په خپلې وینا کښې ټینګار وکړ: د اوکراین د وسلو تامینول او یا په روسیې باندې د دباو یا بایکاټ لګول به مشکل حل نکړي او دغه چاره یوازې د جنګ پراخولو ته لمن وهي.

امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني ، کاناډا او نور اروپايي هیوادونه کوشش کوي چې د اوکراین جنګ نور هم زیات او اوږدې کړي  چې د روسیې اقتصاد ته تاوان ورسوي.

دغه هیوادونه هم  اوکراین ته وسلې ورکوي او هم یې له ټولې دنیا څخه ترهګر  اوکراین ته استولي دي چې هلته د روسیې د عسکرو پرضد وجنګیږي.