د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د اسرائیلو ورانکاري نه غندي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116970-د_اټومي_انرژۍ_د_نړیوال_اژانس_د_اسرائیلو_ورانکاري_نه_غندي
فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي د ایران په اټومي تاسیساتو کښې د ورانکاریو د نه غندلو په هکله د پلمو لټولو ته مخه کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2022 00:55 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د اسرائیلو ورانکاري نه غندي

فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي د ایران په اټومي تاسیساتو کښې د ورانکاریو د نه غندلو په هکله د پلمو لټولو ته مخه کړه.

هغه پرون له« ټي ار ټي» ټیلي ویژن سره په مرکه کښې د ایران په اټومي تاسیساتو کښې د صهیونیسټ رژیم د ورانکاریو له غندلو څخه  ډډه وکړه.

د ټي ار ټي ټيلي ویژن خبریال د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي څخه پوښتنه وکړه : ایران ویلي دي چې ته د تهران د اټومي تاسیساتو پرضد د ترسره شویو حملو غندلو ته ګروهنه نلرې او دغه مسله د مشکلاتو د رامینځته کیدا سبب شوي ده ایا ته ګروهنه لرئ چې د ایران په اټومي مرکزونو باندې حملې وغندې؟»

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي د کوم معلوم ځواب له ورکولو پرته وویل په بیلابیلو موردونو کښې ما په ښکاره ډول د هر هیواد پرضد له تاوتریخوالي ډک اقدام غندلی دی.

د ایران په اټومي تاسیساتو کښې د ورانکاریو نه د غندلو په هکله د رافائیل ګروسي توجیه په داسی حال کښې دی چې خبري سرچینو پرون وویل د ایران پرضد د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو انګلستان ، فرانسې او د جرمني پریکړه لیک د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا ته وړاندی شو.

د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو دغه اقدام د ډيپلوماسۍ د رودې پرخلاف ، له بیړې ډک او غیر رغنده بللی دی چې د ویانا د خبرو اترو د بهیر د لا سختیدا او د لا پیچلي کیدا سبب به شي.