د امریکا میلیارډر د اوکراین د جنګ سبب شوی
رشیاټوډې ټيلي ویژن راپور ورکړ د هنګري هیواد لومړي وزیر د امریکا میلیارډر په اوکراین کښې د جنګ د محرکانو په فهرست کښې وباله.
د هنګري هیواد لومړي وزیر ویکټور اوربان په یوې وینا کښې په اوکراین کښې د جنګ اوږدیدا ته په اشارې سره وویل د امریکا د میلیارډر جارج سوروس په شان شتمن کسان د اوکراین د جنګ د دوام غوښتونکي دي.
له دې مخکې د روسیې د امنیت شورا مشر نیکولای پاتروشف د امریکا میلیارډر جارج سوروس په بیلابیلو هیوادونو کښې د ناکراریو او د بلواو د رامینځته کولو عامل بللی و او ټینګار یې کړی و د امریکا دغه میلیارډر په مخلتفو هیوادونو کښې د سیاسي ډلو له جوړولو سره په سلګونو میلیونه ډالره مرستې کړي دي.
د امریکا میلیارډر جارج سوروس تیره میاشت په سویزرلینډ کښې د ډاوس په نړیوالې اقتصادي غونډې کښې ادعا کړي وه په اوکراین د روسیې حمله ممکنه ده چې د دریم نړیوال جنګ د پیلیدا سبب شي.
د امریکا دغه میلیارډر په اوکراین کښې د پوځي بایلوژیکي وسلو د تحقیقاتو د اصلي ملاتړی او د بیګ فارما شرکت اصلي لابي کوونکی معرفي شوی دی.