د اوکراین په  جنګ کې روسانو  دوه امریکائي پوځیان ونیول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117346-د_اوکراین_په_جنګ_کې_روسانو_دوه_امریکائي_پوځیان_ونیول
    امریکال، دناټو غړي هیوادونو او  متحدانو ئې  په دغې نښتې کې له نیغ په نیغه پوځي لاسوهنې ډډه کړې ده ، خو   اوکراین ته  تالی څټي ، وسلې ،مهمات او سونګ په رسولو کې هیڅ  هڅه نه سپَمَوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2022 01:54 Asia/Kabul
  • د اوکراین په  جنګ کې روسانو  دوه امریکائي پوځیان ونیول

    امریکال، دناټو غړي هیوادونو او  متحدانو ئې  په دغې نښتې کې له نیغ په نیغه پوځي لاسوهنې ډډه کړې ده ، خو   اوکراین ته  تالی څټي ، وسلې ،مهمات او سونګ په رسولو کې هیڅ  هڅه نه سپَمَوي .

 

خبری سرچینو را پور ورکړی ،   د روسیې پوځیانو   په اوکراین کې  د رورسیې له عسکرو سره جنګیدونکي دوه  امریکائي  پوځیان  سره د  وسلو  نیولي دي.

    امریکال، دناټو غړي هیوادونو او  متحدانو ئې  په دغې نښتې کې له نیغ په نیغه پوځي لاسوهنې ډډه کړې ده ، خو   اوکراین ته  تالی څټي ، وسلې ،مهمات او سونګ په رسولو کې هیڅ  هڅه نه سپَمَوي .

 دماسکو واکوالانو په کرتو د لویدیځوالو د وسلو دلیږد او د نښتې د اوږدیدا د نتیجو په باب خبرداری ورکړی دی.

فارس خبری آژانس راپور روکړ، ۳۹کلن رابرټ ډروک  او ۲۷کلن انډي تاي انګوکهن   هغه دوه لومړني امریکایان دي ، چې  په اوکراین کې دجنګ د پیلیدا راهسې  د روسیې پوځیانو نیولي دي .

 اینډيپنډينټ  ورځپانې  لیکلی دي ، ددغو دوو امریکائي پوځیانو کورنیو چې  له روسیې سره دمبارزې لپاره   د اوکراین له ځواک سره یو ځاي شوي دي ، د دوي د خوشي کیدا لپاره ئې د جوزف بایډن  دحکومت د مرستې غوښته کړې ده .

له دې مخکې سی این این خبری چینل  هم په خارکیف  کې ددغو دوو پوځیانو د بې درکه کیدا  خبر ورکړی او د دوي د نیول کیدا داحتمال په باب ئې اندیښنه څرګنده کړې  ده . 

د اوکراین په نښتو کې د دوو امریکائي پوځیانو نیول کیدا خبرونه په داسې حال کې خپریږي ، چې  له دې مخکې د روسیې د ملی امنیت د شورا مرستیال دیمیتري مدودوفل  او په ملګرملتو کې د ماسکو داستازي پشمول ځينو لوړپوړو روسی چارواکو  په جلاجلا څرګندونو کې وئيلي د ،  دغه هیواد  له امریکا او اروپا سره په نیابتي جنګ بوخت دی .