د اوکراین په جنګ کې روسانو دوه امریکائي پوځیان ونیول
امریکال، دناټو غړي هیوادونو او متحدانو ئې په دغې نښتې کې له نیغ په نیغه پوځي لاسوهنې ډډه کړې ده ، خو اوکراین ته تالی څټي ، وسلې ،مهمات او سونګ په رسولو کې هیڅ هڅه نه سپَمَوي .
خبری سرچینو را پور ورکړی ، د روسیې پوځیانو په اوکراین کې د رورسیې له عسکرو سره جنګیدونکي دوه امریکائي پوځیان سره د وسلو نیولي دي.
امریکال، دناټو غړي هیوادونو او متحدانو ئې په دغې نښتې کې له نیغ په نیغه پوځي لاسوهنې ډډه کړې ده ، خو اوکراین ته تالی څټي ، وسلې ،مهمات او سونګ په رسولو کې هیڅ هڅه نه سپَمَوي .
دماسکو واکوالانو په کرتو د لویدیځوالو د وسلو دلیږد او د نښتې د اوږدیدا د نتیجو په باب خبرداری ورکړی دی.
فارس خبری آژانس راپور روکړ، ۳۹کلن رابرټ ډروک او ۲۷کلن انډي تاي انګوکهن هغه دوه لومړني امریکایان دي ، چې په اوکراین کې دجنګ د پیلیدا راهسې د روسیې پوځیانو نیولي دي .
اینډيپنډينټ ورځپانې لیکلی دي ، ددغو دوو امریکائي پوځیانو کورنیو چې له روسیې سره دمبارزې لپاره د اوکراین له ځواک سره یو ځاي شوي دي ، د دوي د خوشي کیدا لپاره ئې د جوزف بایډن دحکومت د مرستې غوښته کړې ده .
له دې مخکې سی این این خبری چینل هم په خارکیف کې ددغو دوو پوځیانو د بې درکه کیدا خبر ورکړی او د دوي د نیول کیدا داحتمال په باب ئې اندیښنه څرګنده کړې ده .
د اوکراین په نښتو کې د دوو امریکائي پوځیانو نیول کیدا خبرونه په داسې حال کې خپریږي ، چې له دې مخکې د روسیې د ملی امنیت د شورا مرستیال دیمیتري مدودوفل او په ملګرملتو کې د ماسکو داستازي پشمول ځينو لوړپوړو روسی چارواکو په جلاجلا څرګندونو کې وئيلي د ، دغه هیواد له امریکا او اروپا سره په نیابتي جنګ بوخت دی .