امریکا د اقتصادي ګړنګ په سر ولاړه ده
ډيلي ټيلیګراف هم په یوه راپور کې په امریکا کې زیاتیدونکي انفلیّشن ته په اشارې سره ټينګار کړی دی ،امریکاد آزدې نسکوریدا پّ حال کې ده، اقتصاد ئې دځوړتیا په لور روان دی او د مصرفي شیانو او پيټرولو بیَې هم ډیرې زیاتې شوي دي .
سی این این خبری چینل په یوه راپور کې خبرداری ورکړی ، د انفلیّشن، داخلی سیاسی اختلافاتو په څير ډير اساسی عوامل د امریکا اقتصادي لرلید سخت ګواښي او په دغه هیواد کې ئې د یوې اقتصادي ځوړتیا ویره زیاته کړې ده .
په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،له کرونائي بحرانه وروسته اقتصادي بهیر ښه کیدا ته دخوشبینه کیدا،په تیرې یوازې یوې ورځې کې د ځواک د کمښت په دلیلد امریکا د څه دپاسه اته سوه داخلی الوتونودلغوه کیدا پشمول د ټوریزم په صنعت کې د مشکلاتو،په پلورنځایونو کې د وچو شیدود الماریانو خالی پاتیکیدا، په اوکراین کې د جنګ په علت په امریکا کې د سونګو د بیّو د زیاتیدا په څير مشکلاتو،د امریکا پر اقتصاد ډير دباؤ اچولی دی .
سی این این لیکلی دي ، همدااوس په امریکا کې ډیرې کورنۍ د بیّیو د زیاتیدا په علت د خوراکي موادو او اساسی شیانو د برابرولو لپاره له مشکل سره مخ دي او د هیواد په ځينو سترو ښارونو کې مسئولان د بې کوره کیدا د وضعیّت له مشکل سره لاس اوګریوان دي . دغه راپور زیاتوي ،اقتصادي ځوړتیاته د امریکا د نسکوریدا په بڼه کې دغه وضعیّت د امریکا د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر کمپاین ډيرې اغیزې شیندلی شي .
همداراز ډيلي ټيلیګراف هم په یوه راپور کې په امریکا کې زیاتیدونکي انفلیّشن ته په اشارې سره ټينګار کړی دی ،امریکاد آزدې نسکوریدا پّ حال کې ده، اقتصاد ئې دځوړتیا په لور روان دی او د مصرفي شیانو او پيټرولو بیَې هم ډیرې زیاتې شوي دي .