په نړۍ کښې د پناه غواړو شمیر بیخي زیات شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په دې خبرې سره چې په دنیا کښې د پناه غواړو شمیر تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلی دی وویل په ټوله نړۍ کښې د کډوالو شمیر سلو میلیونو ته ورزیات شوی.
هغه پرون د پناه غواړو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل د اوکراین جنګ له دوهم نړیوال جنګ وروسته په اروپا کښې د خلکو د کډوال کیدا تر ټولو ستر او تر ټولو چټک بهیر رامینځته کړی دی.
د اوکراین جنګ چې څلور میاشت یې تیریږي په اوڅاره توګه د پناه غواړو نړیوال کړکیچ او د قحطۍ خطر زیات کړی دی او د شیانو په تیره بیا د غلو دانو د بیو د زیاتیدا سبب شوی دی.
امریکا، بریتانیا، فرانسه ، جرمني، کاناډا، اسټرالیا او نور ډیر اروپايي هیوادونه کوشش کوي چې د اوکراین جنګ اوږد شي چې د روسیې اقتصاد ته تاوان ورسیږي او دغه هیوادونه خپلو هدفونو ته ورسیږي.
دغو هیوادونو اوکراین ته له ټولې دنیا څخه ټروریسټان هم استولي دي چې د روسیې پرضد وجنګیږي.