روسیه له امریکا سره هیڅ اړیکه نلري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117522-روسیه_له_امریکا_سره_هیڅ_اړیکه_نلري
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتری مدودف په دې خبرې سره چې ماسکو همدا اوس له امریکا سره هیڅ اړیکه نلري وویل د اړیکو احیا ته هیڅ ضرورت نشته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2022 01:11 Asia/Kabul
  • روسیه له امریکا سره هیڅ اړیکه نلري

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتری مدودف په دې خبرې سره چې ماسکو همدا اوس له امریکا سره هیڅ اړیکه نلري وویل د اړیکو احیا ته هیڅ ضرورت نشته.

هغه وویل له امریکا سره اړیکې د روسیې لپاره تاوان رسونکي دي.

د ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ په پړاو کښې د امریکا او د روسیې اړیکې ډیرې خرابې شوي دي.

د جوبایډن حکومت په نړیوال ډګر کښې د امریکا د اصلي سیالانو یعني د چین او د روسیې پرضد یرغلیز کړچار تعقیبوي.

په اوکراین کښې د روسیې د پوځي عملیاتو له پیل او د جنګ د اړخونو له پراخیدا وروسته د امریکا لخوا د روسیې پرضد دباونو مختلف اړخونه موندلي او دغه دباونه بیخي زیات شوي دي.

بل خبر دا چې د روسیې د روغتیا وزارت مقام اولګ سالاګای د شل ډلې د روغتیا په غونډې کښې له سیاسي اقداماتو د ډډه کولو غوښتنه وکړه.

د اوکراین جنګ د انډونیزیا هیواد په یوکارنات ښار کښې د شل ډلې د روغتیا وزیرانو په غونډی سیوری غوړولی دی.