له سيورودونيڅک ښار څخه د اوکرايني ځواکونو شاتګ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117706-له_سيورودونيڅک_ښار_څخه_د_اوکرايني_ځواکونو_شاتګ
اکرایني چارواکي ویلي، چي روسي ځواکونه د سیورودونیڅک ښار د محاصرې هلې ځلي کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2022 03:14 Asia/Kabul
  • له سيورودونيڅک ښار څخه د اوکرايني ځواکونو شاتګ

اکرایني چارواکي ویلي، چي روسي ځواکونه د سیورودونیڅک ښار د محاصرې هلې ځلي کوي.

په اکراین کې د روسي ځواکونو په پرمختګ سره، اکرایني چارواکې د سیورودونیڅک څخه د اکرایني ځواکونو د شاتګ خبر ورکړي دي.

د اکرایني چارواکو په وېنا روسي ځواکونو هڅه کوي چې په ختیځ لوهانسک کې د اوکرایني ځواکونو وروستی سنګر هم کلابند کړي.

د دونستک او لوهانسک له کورواکو سیمو څخه د اکرایني ځواکونو شاتګ په داسي حال کې تر سره کیږي چي روسیه د دې سیمي د خپلواکی په رسمیت پېژندلو سره، د اکراینې ځواکونو په ضد خپل عملیات ته زور ورکړي.

د بلي خوا څخه بیا اوکرایین د امریکا د اوږد واټن ویشتونکو لومړنیو وسلو د ور رسېدو اعلان وکړ هغه چې د اوکراین پوځ له میاشتو راهیسې د دغو وسلو انتظار کاوه.

د بلي خوا څخه بیا د اوکراین دفاع وزیر الکسي رزنیکوف تېره ورځ وویل چې د امریکا د هایمرس HIMARS توغندیو سیسټم اکراین ته رسېدلی دی.

کی یف ته د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو وسلو د استولو خبر په داسې حال کې راغلی چې روسیه په دې هکله امریکې ته په سخته خبرداری ورکړی و.

امریکا او لوېدیځ هیوادونه د روسیې د امنیتي اندېښنو د ځواب ویلو او د اکراین او روسیې تر مینځ د روغي جوړې په لړ کې د هلو ځلو پر ځای اکراین ته د وسلو په لېږدولو سره، د جګړې اور ته دوام ورکوي.