د انډونیزیا هیواد په بالي سیمه کښې د شل ډلې غونډه:-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118278-د_انډونیزیا_هیواد_په_بالي_سیمه_کښې_د_شل_ډلې_غونډه
د انډونیزیا په بالي سیمه کښې د شل ډلې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه وشوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2022 09:45 Asia/Kabul
  • د انډونیزیا هیواد په بالي سیمه کښې د شل ډلې غونډه:-

د انډونیزیا په بالي سیمه کښې د شل ډلې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه وشوه.

د شل ډلې لومړنۍ غونډه په نولس سوه نهه نویم (۱۹۹۹) میلادي کال کښې د اسیا د نولس سوه اوه نویم(۱۹۹۷) میلادي کال له مالي کړکیچ وروسته د جرمني په برلین ښار کښې وشوه.

خو د دوه زره اوم(۲۰۰۷) او د دوه زره اتم(۲۰۰۸) میلادي کال له مالي کړکیچ وروسته د شل ډلې غونډه د مالیې له وزیرانو په بره سویه ترسره شوه او د مشرانو او د خارجه وزیرانو د غونډو په جوړیدا سره یې سیاسي رنګ خپل کړ.

په داسې حال کښې چې تصور کیده شل ډله  چې له قدرتمنو اقتصادي هیوادونو جوړه ده وکولای شي د ګډو لیدتوګو په غوره کولو سره مخ ته له پراتو مشکلاتو د نړۍ د وتلو لپاره کومه لاره چاره ولټوي خو د انډونیزیا په بالي سیمه کښې د شل ډلې د خارجه وزیرانو غونډې وښودله چې د دغه ډلې غړي نه یوازې متحد نه دي بلکې لویدیځ هیوادونه کوشش کوي له دغه غونډې هم د خپلو هدفونو لپاره ګټه پورته کړي.

ځکه چې د اوکراین کړکیچ د شل ډلې په غونډې سیوری وغوړوه او امریکا او د هغې لویدیځ متحدانو هم هڅه وکړه د شل ډلې غونډه په اوکراین کړکیچ کښې له روسیې سره د مخالفت کولو لپاره په یوه ځاې بدله کړي.

د روسیې نزاویسیمایا ورځپاڼه په دې باره کښې لیکي: لویدیځ هیوادونه او هغوې ته اړونده ارګانونه په نړۍ کښې د کړکیچونو اصلي ګرم او مقصر دي.

دوې خلکو ته په دوکه ورکولو سره هڅه کوي د نړۍ لپاره د سلامتیا نسخه برابره کړي.

د انډونیزیا په بالي سیمه کښې د شل ډلې غونډه د اوکراین له کړکیچ وروسته لومړنۍ نړیواله غونډه ده چې روسیه  پکښې ګډون لري.

د بحث د چورلیز په توګه د انرژۍ او د خوراکي شیانو د کړکیچ د موضوعاګانو انتخاب که څه هم د اوکراین له کړکیچ وروسته د نړۍ مهم مسائیل دي خو لویدیځ هیوادونه د اوکراین د جنګ د اصلي عواملو په توګه کوشش کوي له دغه جنګ څخه د روسیې پرضد د یوې حربې په توګه استفاده وکړي کوم چې د شل ډلې د غړیو ترمینځ د تفرقې سبب شو.

د روسیې لخوا د اوکراین د خوراکي شیانو چورتالان کول د ماسکو پرضد د لویدیځو هیوادونو تور دی او د انرژۍ مسله هم د اروپايي هیوادونو او د روسیې ترمینځ یوه موضوع ده چې له همدا اوس څخه د ساړه د موسم لپاره د هغې په پایلو اندیښمن دي.

په داسې حال کښې چې د شل ډلې لویدیځو غړیو هیوادونو هڅه کوله د بالي د غونډې د فضا په زهرجن کولو سره په غونډې کښې د روسیې د خارجه وزیر لاوروف د ګډون مخه ونیسي خو سرګي لاوروف په دغه غونډې کښې په ګډون کولو سره وښودله چې ماسکو د اوکراین د کړکیچ په هکله هر ډول تور ته ځواب ورکولو ته تیار دی.

د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند علیرضا محرابي په دې هکله وايي: د شل ډلې غونډې د نړیوالو مالي کړکیچونو د حل کولو لپاره خپل ناکارندوالی ثابت کړی دی او نن سبا لویدیځ هیوادونه کوشش  کوي له هغې د خپلو سیاسي هدفونو لپاره استفاده وکړي.

په هر حال د انډونیزیا په بالي کښې د شل ډلې غونډه د دغه ډلې له جوړیدا راهسې تر ټولو متفاوته غونډه وه.

لویدیځو هیوادونو په سیاسي غونډې باندې د شل ډلې د غونډې په بدلولو سره عملا هغه په یوې نړیوالې سمبولیک غونډې بدله کړي ده.

دغه موضوع د نورو نړیوالو غونډو په هکله هم رښتیاوالی لري.

په همدې دلیل هیڅ یوه نړیواله غونډه چې لویدیځ هیوادونه ورباندې سلطه لري نه یوازې کارندوالی نلري بلکې  د تفرقې او د سیاسي جبهې د نیولو او د دریځ د غوره کولو لپاره په یوه ځاې بدله شوي ده.