نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې...سره دخپل ملګري....له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی،په پيل کې درته د تهران ورځپاڼې او په آخر کې هم که وخت ؤنو ځيني نړیوالې ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د سنټکام یا هماغه په لویدیځي آسیا سیمې کې دامریکائي ځواک د ترهه ګر اورګان د هوائي ځواک قوماندان جنرال الکسس ګرینکویج ددې خبرې په کولو سره چې ایران په لویدیځي آسیا سیمې کې هوائي برلاسی لري ،ووئيل ،په سیمې کې د ما ماموریت دایران د ډرونز قدرت له برلاسي سره مقابله ده . داپه داسې حال کې دي چې دامریکا یوه پخواني دفاع وزیر رابرت ګیټس لس کاله مخکې له سی این این سره په یوې مرکې کې مطرح کړې وه چې احتمالائې اټکل نه کوۀ، دغه وسپينزې مرغئ او بې پيلوټه الوتکې تر څونورو کلونو کط په لویدیځي آسیا سیمې کې او له دغې سیمې ورآخواهم د امریکالپاره په یوې خپسکې بدلې شي ،چې د هماغه اټکل برلاسی،اوس د سنټکام امریکائي ترهه ګر اورګان دهوائي ځواک قوماندان اوس تائيد کړی دی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار علی اکبر ولایتي ووئيل ایران،روسیه او چین د امریکا او لویدیځ د پراختیا غوښتې په مقابل کې درې خپلواکه او مهم قدرتونه دي. هغه وئيلي، دغو دواړو قدرتونو له مونږ سره د اخوَت عقد نه دی لوستلی،بلکې دوي هم د خپلو ګټو په اساس عمل کوي ،البته له لویدیځوالو لازیات عاقلانه عمل.
د انګریز لومړي وزیر له استعفی وروسته د هغه د جانشینۍ لپاره په سیالۍ کې انګریز خارجه وزیره لیز تراس او ریشي سوناک ډګر ته راوتلي دي.
لویدیځي آسیا سیمې ته د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن د سفر یوازینۍ بریا،د هغه له آلزایمر ناروغۍ سره په سرطان او کروناککړتیا هم ورزیاتیدل وو.
دا هم د تهران چاپ ابرار ورخپاڼه ده چې نن ئې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني ووئيل،د امریکاله فیصلې ډډه کول جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د رسیدا تر ټولو مهم خنډ دي،حال دا چې د امریکادخارجه وزارت ویندوي بیا تکراري او له ملنډو ډکه ا دعا کړې،چې ایران جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا لپاره لازمه سیاسی فیصله نه ده کړې.
د انګلستان د استخباراتي ادارې مشر ریچرډ مور په یوه سیمنار کې مدعي شوی چې دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې احیاء دایرن د پيزواني کولو لپاره ترټولو ښه لاره ده.
په ایران کې د روسیې سفیرلورن جاګاریّن په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ده،تهران او ماسکو د پوځي اوتخنیکي ملګرتیاپه زمینې کې هیڅ محدودیّت نه لري.
ورځپاڼه په دوام کې لیکي،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرحسین امیر عبداللهیان د عراق له خارجه وزیرسره په ټيلیفوني تماس کې د عراق له ثبات او امنیته دایران پر چورلټ ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ.
د ترکیې ولسمشررجب اردوغان په تهران کې د آستانې د بهیر له سرمشر یزې وروسته له ایران او روسیې غوښته کړې ،دسورئې په شمال کې دې له ترهه ګرو ډلو سره په مقابلې کې دانقرې مرسته وکړي.
په پاکستان کې سیاسی بحران یو ځل بیا سر راپورته کړی او وئيل کیږي ،ددغه هیواد دپنجاب صوبې د اعلی وزیر په ټاکل کېدا کې په نهائي دقیقو کې له رائ اچونې وروسته شوي فیصله بدله شوي او له دې مخکې اعلی وزیر بیرته په دغه څوکۍ وټاکل یا منصوب شو .
په پاکستان کې د سیل او ورښتونو له امله د قربانیانو شمیر دوه سوه درې اتیا کسانو زیات شوی او دغه راز وئيل شوي چې دغو ورښتونو او سیلاب کابو شپږ سوه اویا کورنه هم ویجاړ کړي او دغه راز ئې په سلګونو هیکټره مځکه هم تباه کړې ده .
داهم د تهران جام جم آنلاین خپرونه ده چې پخپل انټرنیټي پاڼې کې ئې لیکلی دي ،دامریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې تائيد کړې ده،چې جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ایران د ایټمی مسئلو په سر د چیلنجونو له حل ورآخوا هدف تعقیب کاوۀ.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ووئيل،له ۴+۱ډلې سره د نړیوالې ایټمي موافقې په سر جوړجاړی په هره بیّه نه غواړو،جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د ابراهیم ریئسي د حکومت سیاست دا دی چې باید دغې نړیوالې ایټمي موافقې ته له نظر پرته تل پاتې اقتصادي پروګرام تعقیب کړو.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي،د متحده عربی اماراتو او کویت نوي سفیران ډیر زر تهران ته راځي.
د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر رافایل ګروسي بلاخره هم په یولړڅرګندونو کې په ډاګه کړې ده،د ایران له خوا د یورانیمو دپخونې زیاتیدا په دې معنا نه ده چې ایران دمګړۍ دایټمي وسلو په جوړولو پسې وي.
روسیې حکومت پنځه هیوادونه (یونان، ډنمارک،سلوینیا،کرویّشیا او سلواکي د خپلو غیر دوستو هیوادونو په لیسټ کې ورزیات کړل .
د سورئې د پوځ د هوافضا ضد دفاعي توغندوي سسټم د دمشق په شاوخوا کې یو ځل بیا د اسرائيلو توغندوي حمله ناکامه کړه.
د امریکارسندویو یو ویډیوئي کلیپ خپور کړی چې ښئ یو څلور کلن ماشوم د خپل پلار د خوشي کیدا لپاره دپولیسو په لور ډزې کوي.
د افغانستان د طالبانو رهبر مولوی هبت ا... اخوند زاده په یوه فرمان کې وئيلی دي پر طالب مسئولانو له مدرک اوسند پرته تور لګول شرعا حرام دي او دروغ بلل کیږي ، چې سزا لري .
په پاکستان کې ورښتونو او سیل تباه جوړه کړې او وئيل کیږي ، چې له دغو طبیعي پیښو څخه په سلګونو کسان وژل شوي او په سلګونو کورونه هم ویجاړ شوي دي .
اوس هم راګرځو ځينو هغو نړیوالو ورځپاڼو ته،چې د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي.
= ګلوب اینډ مېل کاناډایۍ ورځپاڼې په یوه مطلب کې د کاناډا پر حکومت هغو انتقادونو ته کتنه کړې چې دغه هېواد ته د افغانانو د مهاجرت پروګرام د څرنګوالي په اړه دي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،دا هغه افغانان دي،چې په افغانستان کې ئې د کاناډا له دولت یا هم غیردولتي موسسو سره کار کړی دی.
د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، په کاناډا کې فیډرال محافظه کارو له لیبرال حکومته غوښتنه کړې، د هغو افغانانو شمېر زیات کړي چې کولی شي د کډوالۍ د یوه ځانګړي پروګرام له لارې کاناډا ته لاړ شي.
ورځپاڼې د کاناډا په پارلمان کې د محافظه کار ګوند د غړي، جا سراج سنګ خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، هغو افغانانو چې نږدې کال مخکې يې د کډوالۍ ځانګړي پروګرام ته غوښتنلیکونه سپارلي وو، لا هم کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د ده په وینا، د دې پروګرام په عملي کېدو کې د کاناډا د حکومت ناغېړي، پلمه نهشي کېدای چې کاناډا دې دغو افغانانو ته شا واړوي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزیر، شان فریزر په هغه ویډیويي پیغام کې چې پرون جمعه یې پر خپل ټویټر خپور کړ ویلي،کاناډا ته د افغانانو په لېږدولو کې زیاتې ستونزې شته خو د ده په وینا دوی بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
پر افغانستان د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته کاناډا اعلان وکړ، چې ۴۰زره افغانان د پناه غوښتونکو په توګه مني.
ټورنټو سټار ورځپاڼې بیا افغانانو ته د کاناډا د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام د دوام پر غوښتنې لیکنه خپره کړې ده.د لیکنې په یوه برخه کې لولو،د هغو افغانانو ملاتړو چې له ځورونې سره مخامخ دي، د اوتاوا له چارواکو غوښتنه کړې دغه پروګرام د هغو افغان وګړو لپاره بېرته پیل کړي، چې په افغانستان کې ئې خپل ژوند په خطر کې اچولی و، خو د کاناډا له ماموریت سره ئې مرسته کړې وه.
ټورنټو سټار لیکي چې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې د څه باندې ۱۶زره افغانان چې کاناډا ته تللي،تر نیمايي زیاتو ئې د کاناډا د بشري پروګرام پر اساس په دغه هېواد کې پناه اخیستې ده.