پاکستان ته د شانهګائي موسیسې دعمومی منشي سفر
د شانګهائي ملګرتیاموسیسې عمومی منشي پاکستان ته په سفر کې ددغې موسیسې د موخو د تحقق په تیره بیا د افغانستان په باب لارې چارې ارزوي.
ژانګ مینګ په دغه درې ورځني سفر کې هڅه کوي،د شانګهائي ملګرتیا موسیسې دغړو ترمینځ د لازیاتې ملګرتیا لپاره لازمه زمینه برابره کړي. پاکستان ددغې موسیسې یو نوی غړی هیواد دی چې په افغانستان کې په تیره بیا په طالبانو ډلې کې له زیات نفوذه برخمن دی.له دې امله د شانګهائي ملګرتیا موسیسې عمومی منشي هیله مند دی داسلام اباد په ملګرتیا سره د افغانستان د مشکلاتو له حل کولو سره مرسته او په عین حال کې د دوي له ظرفیّتونو څخه د سیمه ایزو ارتباطاتو دپیاوړتیا لپاره استفاده وکړئ شي.د افغانستان سیمه ایز موقعیّت لامل شوی دی،شانګهائي موسیسه دغه هیواد ته ځانګړي توجه وکړي .په همدې دلیل افغانستان ددغې موسیسې یو څارونکی غړی حسابیږي.
د افغانستان د چارو یو کارپوه او شناندی ولی کوزه ګرکالچي په دې باب وائي،د شانګهائي موسیسه په دفاعي او امنیتی هویّت او کړنو سره یوه سیمه ایزه موسیسه ده چې په وروستیو کلونو کې ئې د خپل ې جغرافیائي حدودو له پراختیا سره په یووخت،دځا ن لپاره د خبرواترو د لوري شریکانو په عنوان سره یو میکانزم تعریف کړی څو د سیمې په سویه دخپل نفوذ د اعمالولو محدوده پراخه کړي .
پر دې اساس پاکستان ته د شانګهائي ملګرتیا موسیسې دعمومی منشی سفر پرسیمه ایزو بدلونونو ددغې موسیسې د اغیز شیندنې لپاره د دوی د فعالیدا ښودنه کوي.که څه هم شانګهائي موسیسه ځان،دناټو په شان یوه پوځي موسیسه نه ګڼي،خو ځيني سیاسی ټولنې،په سیمې کې په تیره بیا په افغانستان کې د ناټو له ورانونکي رول سره په ارتباط کې برلته کوي او په دې اند دي چې د شانګهائي موسیسې سوله غواړي موخې دغړو ترمینځ د ملګرتیا په پیاوړتیا سره،په افغانستان کې د سولې اوثبات د تحقق لپاره د دوی له ظرفیّتونو استفاده کولی شي.
د سیمې د چارو یو کارپوه او تحلیلګر عبدالقادر وطن دوست په دې باب وائي، افغانستان ته د شانګهائي موسیسې ځانګړی پام، ددغه هیوادد پانګونې او اقتصادي مشکلاتو له حل سره په مرستې سره،د غړو ترمینځ داقتصادي ملګرتیاؤ له پیاوړتیا سره هم مرسته کولی شي.
په هرحال، پاکستان ته دشانګهائي موسیسې دعمومی منشي سفر، په افغانستان کې د سولې او امنیت دټينګیدا لپاره د موسیسې دغړو هیوادونو د مسئولیت حس د فعالولو لپاره یو مناسب فرصت دی.ځکه د شانګهائي موسیسې غړي هیوادونو،له افغانستانه د ترهه ګرۍدمنتقلیدا په باب په کرتو خبرداری ورکړي دي او پرطالبانو ډلې ئې غږکړی،د مینځنۍ آسیاسیمې له هیوادونو سره دې د افغانستان د ګډو پولو دامنیت پیاوړتیا لپاره دې لازیاتې هڅې وکړي.
بې شکه د سیمه ایزې سولې اوثبات پوره کیدا،د شانګهائي موسیسې یوه ترټولو مهمه موخه ده،چې ددغې موسیسې د غړو اغیزشیندونکي ملګرتیا پرته ئې نشي پوره کولی.دشانګهائي موسیسې له نظره،په سیمې کې ثبات او امنیت په هرڅومره اندازه ټینګ شي،ددغې موسیسې دغړو هیوادونو ترمینځ به اقتصادي پروګرامونه اوپانګونې هم لازیاتې چټکې اجرا شي.په دې مینځومیان کې پاکستان په افغانستان په تیره بیا په طالبانو ډلې کې د خپل نفوذ په دلیل ټاکونکی رول لوبولی شي .