اوکراین ته د لویدیځوالو د وسلو لیږد جنګ نوره هم اوږدوي
روسیې په کرتو د اوکراین په وسلو د سنبالتیا او هم داوکراین په ختیځ کې د روسي توکمه اوسیدونکو باندې د اوکرایني پوځ دحملو او د بشری حقوقو دخلاف ورزیو په باب لویدیځوالو ته خبرداری ورکړي دي .
د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف له خپل امریکائی همڅنګ آنتوني بلینک سره په کتنې کې د اوکراین د وضعیّت په باب ووئیل، اوکراین ته دوسلو لیږد دجنګ د وخت داوږدیدا او او دکړاؤ دزیاتیدا سبب کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ ،سرګئ لاؤروف له امریکائی خارجه وزیر سره په په لیدوکاتو کې د اوکراین په وړاندې د روسیې دکړچار او خپلو موخو ته تر رسیدا پورې د پوځي عملیاتو د بشپړتیا خبر ورکړ..
داوکراین پوځ ته د امریکا او لویدیځي هیوادنو له هراړخیزو مرستو سره سره ، د اوکراین په ختیځي سیمو کې د روسیې دپوځ پرمختګ هماغه راز دوام لري . راپور ښئ چې د اوکراین دجنګ له پیلیدا راهسې تر دې دمه دا د روسیې او امریکا د خارجه وزیرانو لومړني لیده کاته وو.
روسیې په کرتو د اوکراین په وسلو د سنبالتیا او هم داوکراین په ختیځ کې د روسي توکمه اوسیدونکو باندې د اوکرایني پوځ دحملو او د بشری حقوقو دخلاف ورزیو په باب لویدیځوالو ته خبرداری ورکړي دي . لویدیځي هیوادونه په تیره بیا امریکا په وروستیو کلونو کې له اوکرایني حکومت څخه ډير زیات پوځي او مالی ملاتړونه ړي دي او په دغه هیواد کې دنښتو له پیلیدا وروسته ئې هم د تالی څټو د لیږدولو ترڅنګ خپلو ملاتړونو ته هماغه راز دوام ورکړی دی .