په ټول پاکستان کښې د «لبیک یا حسین» غږ انګازې وکړې
په پاکستان کښې د حسیني تاسوعا او عاشورا په ورځو د حضرت سید الشهدا علیه السلام میلیونونه مینه وال د عزادارۍ او سینه زنۍ د دستو په جوړولو سره د کربلا د شهیدان غم لمانځي
په پاکستان کښې د حسیني تاسوعا او عاشورا په ورځو د حضرت سید الشهدا علیه السلام میلیونونه مینه وال د عزادارۍ او سینه زنۍ د دستو په جوړولو سره د کربلا د شهیدان غم لمانځي.
پرون چې په پاکستان کښې د محرم د میاشتې نهمه یعنې د حسیني تاسوعا ورځ وه، په مختلفو ښارونو کښې د ښځو او سړو، زړو او ځوانانو او حتی ماشومانو په شمول د امام حسین علیه السلام ټول مینه وال راوتلي وو ترڅو ثابته کړي چې حسیني دي او د کربلا د شهیدانو د لارې لارویان دي.
په پاکستان کښې حسیني عاشقانو یوځل بیا وویل چې هر کله او په هر ځاې کښې د ظلم په وړاندې اودریږي او د مظلومانو ملاتړ به کوي.
د جلوسونو په لاره کښې ځاې په ځاې د شربتونو او مختلفو خوراکونو موکبونه لګیدلي دي.
د پاکستان حکومت د تیرو کلونو په شان سږ کال هم د عزادارو د امنیت د ساتلو لپاره ځانګړې تابیاوې غوره کړې وې.