امریکا په اوسني پړاؤکې د ځوړتیا په حال کې ده
د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په هغه فلم کې چې د تبلیغاتي ویډیوګانو په سټایل سره جوړ شوی،امریکاد ځوړتیا په حال کې هیواد په توګه یاد کړی دی.
د لویدیځي آسیا په ځينو هیوادونو کې داریکا د سیاستونو ناکامي ، له افغانستانه دامریکائي پوځیانو په یوهیړ وتل،په سورئې اوعراق کې د واشنګټن دسیاستنو پاتې راتلل،د اوکراین جنګ او دروسیې مخامخیدنه،دنړۍ په اقتصادي ډګر کې د چین قدرتمن شتون او ددغه هیواد دسیاسی نفوذ ز یاتیدا سبب شوې څو عملا د امریکا یو قطبي شونه پاي ته ورسیږي،په دې توګه چې اوس د امریکا دریځونه،په نړۍ کې دایجنډا په سر کې یا لازمه برخې په توګه نه منل کیږي.
زمونږخبریال راپور راکړ ،د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډ ونالډټرمپ په دغه ویډیو کې وائي،دمونږ هیواد د ځوړتیا په حال کې دی،مونږ ماته خوړونکی هیواد یوو،مونږ هغه هیواد یوو چې په تیرو څلویښتو کلونو کې مو د انفلیّشن ترټولو زیاته اندازه درلودلې ده.
ټرمپ په دوام کې د اوکراین له جنګه وروسته په امریکا کې د سونګو د بیّوزیاتیدا ته هم اشاره کړې او وئیلي ئې دي،مونږ هغه هیواد یوو چې د تاریخ په اوږدو کې دانرژۍ ترټولو لوړ لګښت لرو او نور د انرژۍ دزیرمو له پلوه په ځان بسیّه یا مسلط قدرت نه یوو.مونږ هغه هیواد یوو چې دتیلو لپاره عربستان او ونزویلا په څير هیوادونو ته التماس کوو.