تیریګر صهیونیسټ رژيم د لبنان په جنوب بیا بریدونه وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل د صهیونیسټ تیریګر رژیم پوځ د لبنان په جنوب باندې بریدونه کړي او د سیمې وسیدونکو د چاودنو د غږونو د اوریدو خبر ورکړی.
دغه چاودنې د لبنان په جنوب کښې په «زوطر شرقي» ښارګي کښې شوې دي.
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړی د صهیونیسټ نیواکګر رژيم توپونو د لبنان په «صور» ولسوالۍ کښې په «مشاع المنصوري» سیمې هم ډزې کړې دي.
د صهیونیسټ رژيم دغه حملې په داسې حال کښې شوې چې څو ساعته مخکې د لبنان ولسمشر جوزف عون چې د امریکا او د سعودي عربستان نږدې ملګری ګڼل کیږي په یوې بیانیې کښې په جنوب باندې د اسرائیلو بیا بیا تیري او حملې وغندلې.
د لبنان لومړي وزیر نواف سلام هم د اسرائلو د ورانونکو حملو په غندلو سره ټینګار وکړ دغه بریدونه د اوربند او د لبنان د واکمنۍ او د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده او د لبنان د جنوب د وسیدونکو امنیت او د دغه هیواد تاریخي میراث ته ګواښ کوي.