د قزاقستان په پلازمینې کې دمرکزي آسیا دترټولوسترجومات مخ کتنه وشوه
Aug 12, 2022 16:34 Asia/Kabul
د قزاقستان پخوانی ولسمشر په نورسلطان ښار کې د مینځنۍ آسیا ترټولوستر جومات افتتاح کړ.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ،د مینځنۍ آسیا تر ټولو ستر جومات نن د قزاقستان دپخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف په شتون سره په نورسلطان ښار کې افتتاح شو.
د قزاقستان د پخواني ولسمشر ویندوي په یوه ټولنیز پیغام کې،ددغه جومات دمخ کتنې خبر ورکړ او وې وئيل،دغه جومات په لس هیکټره مځکه جوړ شوی دی.
ددغه جومات د اصلی ګنبسۍ ارتفاع له لوړتیاچې له حکومتی مرستو پرته جوړ شوی،نوي میټره او د منارو ارتفاع هم یوسل دیرش میټره ده.
نورسلطان نظر بایف ددغه جومات د مخ کتنې په دستورو کې ووئیل،په دغه جومات کې دیرش زره کسان په یو وخت لمونځ اداکولی شي.

ټیګونه