ورځپاڼو ته کتنه ۳-۳-۹۵
د ایران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د زمانې د امام حضرت امام مهدی (ع) د میلاد په حقله خبرونه ورکړی وو.
د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې ولیکل، د شعبان یا شوقدر د میاشتې په پینځلسمه نېټه په ټول ایران کښې د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو څخه د آخری حجت حضرت امام مهدی (ع) د میلاد په مناسبت جشنونه او د خوشحالۍ مراسم ونمانځلې شول.
ورځپاڼې ولیکل، دحضرت امام مهدی علیه السلام د نېکمرغه زوکړې په مناسبت د اسلامی ایران ټولو خلقو په مذهبی ځایونو او جوماتونو کښې په شتون سره د مختلفو مراسمو په ترسره کولو سره له حضرت امام مهدی علیه السلام سره خپل ارادت او مینه څرګنده کړه .
----------
ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو د وزیر حجتالاسلام سید محمود علوی له قوله ولیکل، په ایران کښې په تېر کال کښې د ترهه ګرو شل ټیمونه په داسې حال کښې چې د بمونو چاودنې او نور ترهه ګر اقدامات یې ترسره کول غوښتل وپېژل او له منځه یوړل شول.
------
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د هند وزیراعظم نرېندرا مودی پرون د یو لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ تهران ته راورسېد چې په تهران کښې یې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی اونوروچارواکو تود هرکلے وکړ. د هند وزیراعظم په خپل دوه ورځنی سفر کښې د هند، ایران او افغانسان درې اړخیزه تړون نه علاوه له اسلامی ایران سره په مختلفو زمینو کښې د تعلقاتو او ملګرتیاو د پراختیا په اړه خبرې اترې کوی.
-------
ورځپاڼې ولیکل، هند به نن ایران ته دخپل پور دریم قسط ادا کړی.
-------
ورځپاڼې د سعودی چاپ الجزیره ورځپاڼې په نقل سره ولیکل د سعودی یو مشهور لیکوال ابالخېل خلقو ته سپارښتنه وکړه چې روژې په مبارکه میاشت کښې د روژې په حالت کښې دې ډېر اوبۀ څښی. ځکه چې د اوبو نه څښل بدن ته سخت زیان رسوی. هغۀ وویل اوبو خوراک نه دے بلکه بدن لوند ساتی. هغۀ له مسلمانوفقهاو وغوښتل چې د روژې په حال کښې دې اوبۀ څښل جائز وګرځوی.
------
ورځپاڼې د پاکستانی منابعو په حوالې سره د دغه هېواد په بلوچستان صوبه کښې د امریکې په ډرون حمله کښې د طالب ډلې د مشر ملا منصور د مړینې د خبر په نشرولوسره د هغۀ د مړی انځورونه خپارۀ کړی دی. ورځپاڼې ولیکل د افغانستان د اطلاعاتو ادارې هم د ملا منصور مرګ تائید کړ.
------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزير محمد جواد ظریف د نیوزی لېنډ د بهرنیو چارو دبهرنیو چارو له وزیر سره په ګډ اخباری کانفرنس کښې وویل، امریکایانوته پکار دی چې له ایران سره د نړۍ د ملګرتیا د خنډونو د لرې کولو لپاره عملی ګامونه اوچت کړی.
------
ورځپاڼې ولیکل، د نظام د مصلحت د ټولنې مشر آیت ا... هاشمی رفسنجانی د شوقدر یا شعبان د میاشتې د پینځلسمې د مبارکۍ په وړاندې کولوسره وویل، د اسلام د رحمانیت د ترویج لپاره پکاردی کوشش وشی.
-------
اطلاعات ورځپاڼې د ایران د سوداګرۍ د کوټو، صنائعو او معادنو د مشر له قوله ولیکل، ایران او سنګاپور ګډ بېنګ جوړوی.
--------
ورځپاڼې ولیکل په کاشان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د زمکنیو ځواکونو په بېت المقدس اتویشت نومې فوځی مشقونو کښې د فجر او نازعات نومې توغندی وتوغول.
-------
ورځپاڼې ولیکل ، په آسټریا کښې د موسیقۍ په یو کنسرټ باندې د ترهه ګرۍ په یوه حمله کښې درې تنه مړۀ او یولس ژوبل شول.
---------
اطلاعات ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حوالې سره ولیکل، دغه هېواد د اېن پی ټی دغړیتوب غوښتنه کړې ده.
---------
ورځپاڼې ولیکل، روسیې په یو ناڅاپی اقدام کښې د شمالی کوریا بائیکاټونه اعلان کړ.
-------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د اجرائی مشر ډاکټر عبدا... عبدا... له قوله ولیکل ، د ملا منصور په مرګ سره به په طالب ډله کښې زیات بدلونونه رامنځته شی.
--------
ورځپاڼې ولیکل د امریکې د پارلېمان غړیو د پاکستان په خلاف یوه لائحه تصویب کړه.
----
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، په ټول هېواد کښې د برائت د شپې جشنونه اومراسم ترسره شول.
--------
ورځپاڼې ولیکل: د امریکې ولسمشر باراک اوباما د طالب ډلې د مشر ملا منصور د مړینې تصدیق وکړ.
-------
ورځپاڼې د عراقی سرچینو په حوالې سره ولیکل، د دغه هېواد وزیراعظم حېدرالعبادی په فلوجه کښې د داعش ترهه ګرو په خلاف د عملیاتو د شروع کولو اعلان وکړ.
-----
ورځپاڼې ولیکل په تائی لېنډ کښې د پوهنتون په یو هاسټل کښې د اور لګېدو له کبله اولس زده کوونکې جینکۍ ووژلې او پینځه نورې ژوبلې شوې.
-------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد د فوځ لخوا د پاکستان د انګور اډه چېک پوسټ افغانستان ته د حواله کولو اقدام غېر قانونی وبلۀ.
.....
ورځپاڼې ولیکل، د طالب ډلې مشر ملا اختر منصور د پاکستان په ځلوزو په مذهبی مدرسه کښې درس ویلې ؤ او د افغانستان له اسحاق زۍ قبیلې سره یې تعلق لرۀ.
---------
ورخپاڼې ولیکل، د پاکستان وزیراعظم نواز شریف یو ځل بیا د طبی معائنې لپاره لندن ته د پینځو ورځو په سفر لاړ.
--------
کابل چاپ نننیو ډېری ورځپاڼو خپلې لیکنې او تبصرې د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد منصور د وژل کېدو او د هغه ځای ناستی ته ځانګړی کړی دی. ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو لیکلی امریکا رسماً تایید کړې چې ملامنصور یې د پاکستان په خاوره کې وژلی. وړاندې په مطلب کې راغلی له اسامه بن لادن نه را وروسته ملامنصور د ترهګرو ډلو دویم مشر دی چې د امریکا له لوری په پاکستان کې وژل کیږی.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلی طبیعی ده چې طالبانو ته د دوی د مشر وژل کېدل لوی ګوزار دی، خو دا ورته یو ښه درس هم کېدای شی.
یکوال طالبانو ته سپارښتنه کوی، دوی باید وپوهیږی چې په ټوله کې په هېواد او سیمه کې روانه جګړه پردۍ ده، هر څومره چې اوږدیږی قربانی یې افغانان ورکوی.
------
د چراغ ورځپاڼې په لیکنه کې یادونه شوې په داسې یوه حالت کې د طالبانو د مشر ټاکل څه ساده او اسانه خبره نه ده او دا به ستونزمنه وی چې وسله وال طالبان د ملامنصور بدیل پیدا کړی.د لیکوال په باور افغان حکومت باید په دې اکتفا ونه کړی چې د ملامنصور له وژل کېدو سره به جګړه ختمه شی.
------
ملی ارمان ورځپاڼې لیکلی د ملا منصور وژل کېدل به د وسله والو طالبانو ترمنځ اختلافات نور هم ژور او زیات کړی.
-------
بل خوا سرنوشت ورځپاڼې لیکلی د ملامنصور وژنه به د روانې جګړې له کمېدو او د طالبانو له منزوی کېدو سره مرسته ونه کړی.
وړاندې په مطلب کې راغلی په هغه صورت کې چې حقانی شبکه د دې ډلې مشری پر غاړه واخلی، د طالبانو ترمنځ د احتمالی ګډودۍ مخه به ونیسی.
د سرنوشت په سرمقاله کې یادونه شوې ملامنصور نه لومړنی طالب مشر دی چې وژل کیږی او د لیکوال په باور نه به هم وروستی وی.
د سرمقالې لیکوال وسله والو ته سپارښتنه کوی چې طالبانو ته په کار ده چې خپله لاره بدله کړی او د سولې او امن لاره دې غوره کړی.
-----
د هېواد په سرمقاله کې راغلی له شک پرته د ملامنصور وژنه د وسله والو طالبانو په رهبرۍ کې لویه تشه رامنځ ته کړې ده.د لیکوال په بارور ملامنصور د سولې پر وړاندې لوی خنډ و او ده د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې د افغان حکومت له استازو سره وګوری.
----------
افغانستان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلی د ملامنصور وژنه د طالبانو د رهبرۍ لپاره یوه درنه ضربه او د طالبان په تشکیلاتو نا جبران کېدونکی ګوزار دی.د لیکوال په باور ممکن د دوی په رهبرۍ کې اختلافات نور هم زیات شی او طالبان په څو ډلو وویشل شی.
----------