د تهران نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتوخپرونې او انـټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د تهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د شیطاني آیت نومې کتاب لیکونکی سلمان رشدي چې د اسلام دګران پیغمبر(ص) په شان کې ئې ګستاخي کړې وه او ۳۴کاله وروسته د الهي غچ په منګولو کې ګیر شو، البته ځيني داهم وائي چې په دې پسې وار د کرغیړن ډونالډټرمپ ،بیا نتن یاهو او ورپسې هم د مایک پمپئو په شان د نورو استبدادو وار دی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،له فلسطینیانو څخه د روسیې تاریخي ملاتړ،د تل ابیب چارواکي سخت اندیښمن کړي دی او د صهیونیسټ رژيم مشر په یوه ټیلیفوني تماس کې له فلسطینیو ډلو څخه د ولادیمیر پوتین د ملاتړ د دریدا غوښته کړې ده.
له افغانستانه د امریکا د تښتې د لومړنۍ کلیزې په درشل کې یوه امریکائی سناتور په زغرده اعتراف کړی چې دامریکا متحدان هم اوس پر دغه هیواد بې اعتماده شوي دي.
د سورئې رسمي سرچینو د نوو تصویرونو په خپرولو سره وئيلي دي چې امریکا بیا هم دسونګو په لسګونو ټینکرې له سورئې ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کړي دي.
د فکس نیوز وروستۍ نظر غوښتنه ښئ دامریکا اویا فیصدي خلک دخپل هیواد د راتلونکي وضعیټ ښه کیدا ته هیڅ امید نه لری.
د لبنان په پارلیمان کې د حزب ا..د فریکشن مشر محمد رعدروښانه کړې ،تر دې دمه مو له اسرائيلو سره ترینګلتیاوې او شخړې ختمې شوي نه دي.
د افغانستان په کابل کې پرون هم یوې چاودنې یو شمیر کسان ټپیان کړي دي.
دافغانستان طالبان وائي د شیخ رحیم ا...حقاني غچ به (چې څو ورځې مخکې پخپلې مدرسې کې په ځان مرګي برید کې سره دلسو کسانو وژل شوی او پړه ئې هم داعش ډلې په غاړه اخستې ده)د اسلام له دښمنانو ډیره زر واخلي.
دا هم دتهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په یولړ څرګندونو کې په ډاګه وئيلي دي، ایران به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له لورو سره د خبرواترو له میزه په شا نشي او داهم باید ووایو چې له خپلو حقه حقوقو هیڅکله هم شاتګ نه کوو.
د ایران د ایټمي خبرواترو دمرکچي ټيم یوه نماینده ووئيل دایران او ۴+۱ډلې ترمینځ په روانو خبرواترو کې د سپاه پاسدارانو دبندیز په باب هیڅ موضوع نه ده مطرح شوي،اصلي مشکل د امریکا دضمانتونو په سر دی. البته له دې سره سم د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي وئيلي دي،د ایران دبندیزونو دختمولو په سر هیڅ موافقه نه ده شوې او په مشورو بوخت یوو. داپه داسې حال کې دي چې پولیټيکو خپرونې د ویانا په خبرواترو کې د اروپائي اتحادئې د وړاندیزي پیکج په باب لیکلي چې موافقه دنهائي کیدا په حال کې ده.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران په مشرۍ دتحریک انصاف ګوند په لسګونو زره غړو په لاهور کې په یوه لوي سټيډیم کې ستره غونډه کړې او یو ډول ئې د اوسني مرکزي حکومت په ضد ټول پوښتنه نندارې ته وړاندې کړې ده .
د افغانستان د طالبانو یو اقتصادي پلاوی د دوواړخیزو اقتصادي اوتجارتي اړیکو د پراختیا او دغه راز د اقتصادي مبادلاتو په خاطر دروسیې ماسکو ک ته تللی دی .
د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک په الحسکه ولایت کې د تکفیری ترهه ګرو پر پټنځایونو په پاکونکو عملیاتو کې په لسګونو تکفیری جنایتکار هلاک او ټپیان کړي او د د وي زیات شمیر وسله او تجهیزات ئې هم ولجه کړي دي.
د سعودي عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د خپلو مخالفانو له ډګره د حذفولو په خاطر یو امنیتی سکواډ جوړ کړی دی.
د شیطاني آیت نومې کتاب لیکونکی سلمان رشدي چې د اسلام د ګران پیغمبر په شان کې ئې ګستاخي کړې وه، د امریکا دنیوجرسي د یوه اوسیدونکي په حملې کې سخت ټپی شوی او وئیل کیږي ، چې وضعیّت ئې مرګي حاله ښودل کیږي.
د ایران د هوائي شرکت د ادارې ونیدوي ووئيل ، د حسینی اربعّین لپاره دعراق په لور به الوتونه د وږي یا سنبلې د میاشتې له شلمې نیټې پیل شي.
دا هم رسالت ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي، د ایران د اسلامی شورا یا پارلیمان مشر محمد باقر قالیباف د پارلیمان په څرګندې نننۍ غونډې کې ووئيل ، د وحشي صهیونیسټي رژيم زوال ډير نزدې شوی او هیڅوک ئې ګړنګ ته غورځیدو نشي ژغورلی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د صهیونیسټي رژيم پولیسو وئيلی دي ، په نیواکي قدس کې د فلسطنیانو په دوو عملیاتو کې لږترلږه اوه صهیونیسټان زخمي شوي دي. له دې سره په یووخت د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي،دا ټول عملیات د وحشي صهیونیسټانو دهغو جنایتونو په ځواب کې دي چې په درو ورځو کې د پنځلسو ماشومانو په شمول د لسګونو بې ګناه فلسطنیانو وینه بهولې ده .
دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرحسین امیرعبداللهیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د ایران په مقابل کې د ګواښ ژبې کارول به له ورانکارۍ او پښمانه کیدا پرته بله هیڅ نتیجه ونه لري .
د چین د خارجه وزارت ویندوي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،دامریکا بندیزونو ایران ته کابو دوه سوه میلیارډ ډالرو په ارزښت تاوانونه رسولي دي.
د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په یولړ خبرو کې وئيلي دي،امریکا اوسمهال دځوړتیا په حال کې ده او که امریکائي چارواکي په خود کې نشي،نو هیواد اداره کول به ئې له کنټروله ووځي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار باقري ووئيل ، شهید جنرال قاسم سلیماني او شهید سردار همداني د داعش تفکیري ډلې تنظیمي جوړښت په بشپړ ډول نابود کړی دی.
د ترکیې حکومت په لسګونو پناه غواړي افغانان له نیولو وروسته خپل هیواد ته بیرته وګرځول.
په پاکستنا کې د سیل او ورښتونو له امله د د مرګ ژوبلو شمیر له پنځو سوو کسانو اوښتي او دغه راز ئې په دغه هیواد کې په سلګونو هیکټره آبادې مځکې ویجاړې کړي دي .
د افغانستان دملی مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په یولړ څرګندونو کې ووئیل،د طالبانو په ضد له مبارزې پرته بله هیڅ ټاکنه نه لرو،ځکه طالبان نه سوله او امنیت غواړي او نه هم روغې جوړې سره کومه ګروهنه لري.