د اوکراین جنګ د لوږې له بحرانه دټولو توجه اړولې ده
پاپ فرانسیس د خپلو څرګندونو په بلې برخې کې ووئيل ،د اوکراین جنګ د مالی سرچینو او د ټولنې پام منحرف کړی دی، په داسې حال کې چې له لوږې سره مبارزه،د تعلیم او روغتیائی چارو خیال ساتل هم تر ټولو غوره ژمنتیاوې دي .
د نړۍ دکاتولیکانو رهبر ووئيل، داوکراین جنګ د لوږې له نړیوالې ستونزې دټولو توجه اړولې ده او باید نړۍ د احتمالی قخطۍ د مخینوي لپاره د افریقاسیمې ته د خوړو بیړنۍ او سملاسي مرستې ولیږدوي.
روئيټرز خبری آژانس راپور ورکړ د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس پرون ناوخته په سن پيټر چوک کې پخپلې وینا کې د افریقا څوکې سیمې ته په اشارې او دغې سیمې ته د فوری اوبیړنیو خوراکي موادو د مرستو غوښته وکړه چې ددغې سیمې خلک ترې دمه له سختو شرائطو او دمرګ له خطرو وژغورل شی او همداراز دغه سیمه د قخطۍ اولوږې له مرګوني غمیزې سره لاس اوګریوان ده.