پزشکیان: دښمن د ایران د خلګو د وحدت په وسیله ماته وخوړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177166-پزشکیان_دښمن_د_ایران_د_خلګو_د_وحدت_په_وسیله_ماته_وخوړه
پارس تودی- د ایران ولسمشر وویل: دښمنانو داسي محاسبه کړې وه چي په ایران کې د بلواو په رامینځته کولو او یوې لویې حملې سره، هیواد له نسکورتیا سره مخامخولایشي، لیکن په خلګو کې د موجوده وحدت او انسجام د امله، دغه پېښه رامینځته نه شوه.
(last modified 2026-08-26T07:56:56+00:00 )
Aug 26, 2026 12:22 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان
    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

پارس تودی- د ایران ولسمشر وویل: دښمنانو داسي محاسبه کړې وه چي په ایران کې د بلواو په رامینځته کولو او یوې لویې حملې سره، هیواد له نسکورتیا سره مخامخولایشي، لیکن په خلګو کې د موجوده وحدت او انسجام د امله، دغه پېښه رامینځته نه شوه.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سه‌شنبې په شپه د ایران له یو شمېر ویاړلو او کامیابو زلمیانو او ځوانانو سره په لیدنه کې، په ایران کې د اختلاف او ډله بندۍ د رامنځته کولو لپاره د دښمنانو موخو ته په اشارې سره وویل: جنګونه نن خپل ماهیت بدل کړی دی. دښمنان دې پایلې ته رسېدلي چې له پوځي لارې نه شي کولای د ایران ملت تسلیم یا مات کړي، له همدې امله یې پر ټولنیزو ستونزو او اقتصادي ناخوښیو تمرکز کړی، څو له دې لارې ایران ګډوډۍ ته ور ټېله کړي.

هغه د دې په بیانولو سره چې د ایران د تسلیمولو لپاره اقتصادي فشار د امریکا او دښمنانو له ستراتیژیو څخه دي، ټینګار وکړ: موږ باید د ستونزو پر وړاندې کمزوري نه شو او تسلیم نه شو. باید د ستونزو د هوارولو لاره پیدا کړو او د ټولنې د ټولو وګړو په ګډون به ایران اباد کړو.

پزشکیان د دې په یادولو سره چې دښمنانو محاسبه کړې وه چې په هېواد کې د ګډوډۍ له رامنځته کولو او وروسته په څو ورځو کې د یوه ستر یرغل له لارې کولای شي ایران دړي وړي کړي، زیاته کړه: په ټولنه کې د موجود یووالي او انسجام له امله دا پلان عملي نه شو. اوس هم موږ د یو بل مرستې او همدردۍ ته اړتیا لرو او په دې برخه کې پوهان او د پوهنتونونو استادان او اکاډمیکه ټولنه کولای شي محوري رول ولوبوي.