په اور آسیاټولنې غړو کې د ډالرو د حذفیدا مطرح کیدا
دمختلفو هیوادونو په تجارتي مبادلاتو کې له ډالرو مخ اړول هماغه راز دوام لري. په دې لړ کې اور آسیا ټولنه هم دغړو هیوادونو ترمینځ په تجارتي اړیکو کې د دوي دملی کرنسۍ څخه داستفادې په پراختیا پسې ده.
روسیې،د اورآسیائي هیوادونو د حکومتونو ترمینځ دشورا په وروستۍ غونډې کې د امریکائي ډالرو په ځاي په تجارتي مبادلاتو کې دقزاقستان،ارمنستان او قرقزستان له ملی اسعارو څخه د استفادې موضوع مطرح کړه. د اوکراین د جنګ له پیلیدا سره او د روسیې په ضد د امریکا په چورلیزتوب دلویدیځي حکومتونو داقداماتو په سختیدا سره ، له روسیې سره د مختلفو هیوادونو له تجارته د امریکائي ډالرو دحذفیدا بهیر،زیات شوی دی . تر دې دمه ایران ، ترکیې ،هندوستان،چین،ارمنستان او قرقزستان اعلان کړی دی ،له ډالرو څخه له استفادې پرته له روسیې خپل معاملات ترسره کوي.
په دې باب دقرقزستان جمهوریت د اقتصاد او تجارتي چارو وزیر ډانیّر امانګلدیف وئيلی دي،د روبل پیاوړتیا ته په پام سره ،قرقزستان له روسیې سره له خپلو اقتصادي مبادلاتو ډالر حذف کړی او ددغې فیصلې لپاره دمونږ دلیل،د بانکي سوئيف سسټم له مشکلاتو څخه ژغورل کیدل او په معاملاتو کې آسانتیا ده.
اوس چې اروپا او امریکاله روسیې سره اقتصادي ډغرې ته لاس اچولی دی،نو ماسکو هم له خپل اقتصادي او سیمه ایزو ظرفیّتونو څخه استفاده کوي څود ډالر په کمزوري کولو سره،له روسیې سره د مختلفو هیوادونو په اقتصادي اړیکو کې د دغه اسعارو(امریکائي ډالره) د سلطې مخه ونیسي . سپینه روسیې، قزاقستان،روسیه ،قرقزستان او ارمنستان داورآسیا اقتصادي اتحادئې اصلي غړي دي.ددغې اتحادئې تړون د ۲۰۱۴کال دمئ په نهه ویشتمه نیټه روسیې ،قزاقستان او سپینې روسیې لاسلیک کړ او د ۲۰۱۵ دجنورۍ له لومړۍ نیټې هم لازم الاجرا شوی دی . روسیېد اورآسیائي هیوادونو دحکومتونو د شورا په وروستۍ ناستې کې وړاندیز کړی دیڅو د اورآسیائي اقتصادي اتحادئې غړي هیوادونه پخبلو تجارتي مبادلاتو کې له ملی اسعارو لازیاته استفاده وکړيڅو د دوي په اقتصادي فعالیتونو کې د ملی اسعارو شتون پیاوړی شي.د روسیې دحکومت له خوا دوړاندې شوي سند په اساس،باید د اورآسیائي اقتصادي اتحادئې دهیوادونو ترمینځ په تجارتي مبادلاتو کې دډ الر په ځاي،د قزاقستان هیواد له ملي کرنۍ ؛ټنګې،د ارمنستان له ډرام او د قرقزستان له سوم ملي کرنسیو څخه استفاده لاپیاوړي شي.
داروپائي اتحادئې په څير دنورو سیمه ایزو اورګانونو تجروبې هم ښودلې ده چې پرا قتصادي او تجارتي جورلیز د یوې سیمه ایزې ټولګې د موافقې په بڼه کې،په تجارتي مبادلاتو کې دامریکائي ډالر دڅنګة کولو امکان لازیات دی. له دې امله دیوې کارنده رودې په توګه له ملي کرنسیو څخه استفاده دمختلفو هیوادونو پر ملی اقتصادونو د امریکا دباؤنه شنډیدلی شي . پر مالی او تجارتي مبادلاتو دډالرو سلطه، د امریکا په وسیله دملی کرنسۍ په توګه د ډالرو له کاغذه ناسمې استفادې پر امکان سربیره ، د امریکا د مخالفو هیوادونو د له مینځه تلو شرائط هم برابروي.هغه مهال چې ډالر د نړیوالو پیسو یو باؤري یونټ شي ، نو امریکا په مالی او دپیسو په سیاستونو سره دخپلو سیاستونو مخالف ډير هیوادونه له ورستو اقتصادي ترینګلتیاؤ سره مخامخ کوي . دمثال په توګه،نورو هیوادونو ته د امریکا د اقتصادي مشکلاتو او انفلیّشن منتقلول، یوې ستره منفي اغیزه ده. د مختلفو هیوادونو په تجارتي اړیکو کې دډالر له سلطې نجات یوه مهمه او مخینه لرونکي سټراټژي ده.
له دې مخکې د ایران اسلامی جمهوریت په کرتو د امریکا دیواړخیزو بندیزونو د شنډولو او د امریکا د اقتصادي مشکلاتو داغیزو دمخنیوی او دغه راز د ایران په ضدد دغه هیواد د دسیسو دشنډولو لپاره له ملی کرنسۍ څخه په استفادې سره داقتصادي مبادلاتو موضوعدخپلو بهرنیو خبرواترو او اړیکو په ایجنډا کې شامله کړې ده . ځکه چې دډالرو دقدرت دپراختیا مخنیوی به ،له دغه اسعار سره د بهرنیو مبادلاتو بهیر کمزوری کوي او د امریکا د اقتصاد او ډالرو ځوړتیا به په ځان پسې ولري.
پر دې اساس،له ملی کرنسۍ سره په تیره بیا په اورآسیاسیمې کې د تجارتي مبادلې دسټراټژۍ د پراختیا په بڼه کې چې دمګړۍ ئې پخپلو دتجارت څلور اویا فیصدي برخه په ملي کرنسیو سره ترسره کیږي، دامریکا د اقتصادي نفوذ دکمیدااو د اقتصادي ګوزار د خوړلو او په آخر کې هم ددغې سیمې د هیوادونو د سیاسی انډول د لوړتیا شاهدان کیدلی شو. په دې مینځو میان کې پخپلو تجارتي مبادلاتو کې د ډالر د سلطې د مخنیوي لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت له تجروبو استفاده ،د اور آسیائي اتحادئې پشمول دنورو هیوادونو لپاره په وړاندې یوه لاره ده چې په دغې اتحادئې کې د ایران د ناظر غړيتوب په وخت یو جوړښت کیدلی شي.