د افغانستان رسنۍ له محدودیت او مالي ستونزو سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120468-د_افغانستان_رسنۍ_له_محدودیت_او_مالي_ستونزو_سره_مخ_دي
فارس خبري اژانس وايي ملګروملتونو وویل د افغانستان رسنۍ په تیر یوه کال کښې د محدودیت د رامینځته کیدا او د مالي بحثونو په شمول له بیلابیلو مشکلاتو سره مخامخ دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2022 06:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان رسنۍ له محدودیت او مالي ستونزو سره مخ دي

فارس خبري اژانس وايي ملګروملتونو وویل د افغانستان رسنۍ په تیر یوه کال کښې د محدودیت د رامینځته کیدا او د مالي بحثونو په شمول له بیلابیلو مشکلاتو سره مخامخ دي.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ د دفتر سرپرست او مرستیال مارکس پوتزل وویل په دغه هیواد کښې رسنۍ له محدودیت او د مالي سرچینو له نشتون سره مخامخ دي.

پوتزل د طلوع نیوز ټیلي ویژن د سټودیو د کتنې په وخت وویل یوه خپلواکه او رونق لرونکي رسنۍ د کثرت پاله ټولنې انعکاس دی او افغانستان نن سبا د دا ډول رسنیو له کمښت سره مخامخ دی.

د بې سرحده خبریالانو موسسې راپور وايي په تیر یوه کال کښې د افغانستان څلویښت فیصده رسنۍ د مالي سرچینو په شمول د بیلابیلو مشکلاتو په وجه کار بندولو ته مجبوره شوي دي.

د افغانستان شپیته فیصده خبریالان په تیره بیا شپږاویا فیصده ښځینه خبریالانې بې کاره شوي او د هیواد په یولسو ولایتونو کښې هیڅ ښځینه خبریاله نشته.