د پاکستان کرکټ ټیم هانګ کانګ ته تاریخي ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120500-د_پاکستان_کرکټ_ټیم_هانګ_کانګ_ته_تاریخي_ماتې_ورکړه
پاکستان هانګ کانګ ته په ډیر توپير سره د ماتې په ورکولو سره د آسیا کپ سیالیو (سپر فور) مرحلې ته ورسید
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2022 04:02 Asia/Kabul
  • د پاکستان کرکټ ټیم هانګ کانګ ته تاریخي ماتې ورکړه

پاکستان هانګ کانګ ته په ډیر توپير سره د ماتې په ورکولو سره د آسیا کپ سیالیو (سپر فور) مرحلې ته ورسید

د کرکټ د آسیا کپ په شل اووریزو لوبو کښې پاکستان د هانګ کانګ ټیم ته د ۱۵۵ منډو په ستر توپیر سره ماتې ورکړه او داشان د یادو سیالیو سپر فور پړاؤ ته په رسیدو کښې کامیاب شو.

د پاکستان له خوا د جوړ کړو ۱۹۳ منډو (رنز) په ځواب کښې د هانګ کانګ ټوله لوبډله یوازې په ۳۸ منډو وسوځیده.

په دې لوبه کښې شاداب خان ۴ بوبغاړي آوټ کړل او محمد نواز ۳، نسیم شاه ۲ او شاه نواز دهاني ۱ وکټ واخیسته.

د پاکستان له خوا ترټولو زیات رنز محمد رضوان جوړ کړل چې ۷۸ منډې وې. هغه هم داشان په شل اووریزو لوبو کښې ټولټال ۵ زره منډې پوره کړې. فخر زمان هم په ۴۱ بالونو ۵۳ منډې وکړې او آوټ شو. ورپسې خوشدل شاه یوازې په ۱۵ بالونو ۳۵ رنز وکړل چې ۵ پکښې شپږیزې وې.

دا د ټي ۲۰ یا شل اووریزو لوبو په تاریخ کښې په ترټولو زیات توپیر سره ترلاسه شوې بریا ده.