بریتانیا او امریکا د اوکراین په جنایتونو کښې شریک دي
فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د روسیې د دائمي استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي وویل: امریکا او بریتانیا اوکراین ته د راکټونو او د نورو وسلو په استولو سره د ملکي وګړو پرضد د اوکراین د نویو نازیانو په جنایت کښې شریک دي.
پولیانسکي پرون په ټویټر پاڼه کښې ولیکل: په راکټ لانچرو او لر واټنه راکټونو باندې د اوکراین د رژیم سمبالول زمونږ پخواني لویدیځ شریکان د ملکي وګړو پرضد د اوکراین د نویو نازیاتو په جنایتونو کښې شریکوي.
په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي استازي دیمیتري پولیانسکي زیاته کړه د نفرت وړ خبره ده چې د وسلو تامینول د امریکا او د بریتانیا لپاره په یوه ګټور تجارت بدل شوي دي.
د روسیې له خبرداریو سره سره د امریکا دفاع وزارت پینټاګان څه موده مخکې د شپږسوه میلیونه ډالرو په ارزښت اوکراین ته د وسلو له استولو سره موافقت کړی دی.
په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف له اسپوتینک خبري اژانس سره په مرکه کښې ویلي وو که چیرې اوکراین د امریکا لرواټنه توغندي ترلاسه کړي او د روسیې په خاوره برید وکړي نو امریکا له روسیې سره پوځي جنګ ته ورداخله شوي ده.
په ملګروملتونو کښې د چین استازي هم د اوکراین په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې کي یف ته د لویدیځو هیوادونو لخوا د وسلو استول د اوکراین د جنګ په اور کښې د لویدیځ لرګي بللي وو.