د روسیې خارجه وزیر او د اټومي اژانس مشر خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي پرون په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي ټولنې د غونډې په څنګ کښې له یوبل سره کتنه وکړه او د اوکراین د «زاپروژیا» اټومي بټۍ د حالت په هکله یې سلامشوره وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل خارجه وزیر سرګي لاوروف او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي په دغه کتنه کښې د زاپروژیا اټومي بټۍ د ګیر چاپیر سیمې د حالت په شمول په اوکراین کښې د اټومي تاسیساتو د ایمني کیدا په هکله د نظر تبادله وکړه.
د روسیې خارجه وزارت وویل سرګي لاوروف له رافائل ګروسي سره په کتنه کښې یوځل بیا په زاپروژیا اټومي بټۍ باندې د حملو سمدستي بندولو ته د اوکراین د مجبورولو لپاره له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د نږدې ملګرتیا کولو لپاره د ماسکو په ارادې باندې ټینګار وکړ.
زاپروژیا د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ ده او دغه اټومي بټۍ په اوکراین باندې د روسیې د حملې په وخت د ماسکو د ځواکونو لاس ته ورغلي ده.
روسیې ویلي دي چې په اوکراین باندې د ماسکو حمله د جنګ د پیلیدا په معنا نه ده بلکې د نړۍ په سویه د یوه جنګ د مخه د نیولو لپاره یو اقدام دی.