مسلمانانو په لندن کښې د بلواګرو کسانو اقدامات وغندل
ایران پریس خبرې اژانس وايي مسلمانانو او د ایران د اسلامي انقلاب مینه والو چې د بیلابیلو پرګنو او قومیتونو خلک پکښې شامل وو په لندن کښې په اسلامي بیلګو او مسلمانانو باندې حملو کښې د بلواګرو کسانو اقدامات وغندل.
د بیلابیلو ملیتونو مسلمانانو په تیرو څو ورځو کښې د اسلامي سپیڅلتیاو سپکاوي ، بې حرمتۍ او د مسلمانانو په وهلو ټکولو او د ستردارو میرمنو په سپکاوي کولو کښې د بلواګرو کسانو په اقداماتو باندې اعتراض کښې پرون د بریتانیا په پلازمینې لندن کښې د اسلامي مرکز مخ ته غونډه وکړه.
د ایران د انقلاب ضد او دښمنو عناصرو او سلطنت غواړو او بیلیتون غواړو ډلو څه موده مخکې په لندن کښې په حسیني عزادارانو باندې حمله وکړه او د سترمنو میرمنو او د اسلامي سپیڅلتیاو سپکاوی یې وکړ.
د بیلابیلو ملیتونو مسلمانانو په لندن کښې د بریتانیا د اسلامي مرکز مخ ته په راغونډیدا سره په لندن کښې د بلواګرو د وروستیو اقداماتو د غندلو په ترڅ کښې په عربۍ او انګریزۍ ژبه کښې ماتم وکړ او ټټر یې ووهل.
مسلمانانو په دغه غونډه کښې له ځانونو سره د عاشورا او د حضرت امام حسین علیه السلام بیرغونه وړل او لبیک یاحسین شعارونه یې ورکول.