پوتین: په کریمه پل باندې ترهګره حمله یوکرین کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122094-پوتین_په_کریمه_پل_باندې_ترهګره_حمله_یوکرین_کړې_ده
د روسیې ولسمشر پرون وویل چې د یوکرین ځانګړی سروس د کریمه پل د چاودنې د ترهګرو عملیاتو د طراحۍ او اجرا عامل دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2022 03:49 Asia/Kabul
  • پوتین: په کریمه پل باندې ترهګره حمله یوکرین کړې ده

د روسیې ولسمشر پرون وویل چې د یوکرین ځانګړی سروس د کریمه پل د چاودنې د ترهګرو عملیاتو د طراحۍ او اجرا عامل دی

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه وینا کښې د کریمه پل چاودنه د روسیې د مهمو بیخ بیناؤ د ورانولو په موخه ترهګره حمله وبلله.

هغه دا خبره د روسیې د تحقیقاتو د کمیټې له مشر الیکزینډر باستریکین سره له کتنې وروسته کړې او زیاته یې کړه: لکه څنګه چې تاسو رپورټ ورکړ، هیڅ شک نشته چې دا ترهګر اقدام د روسیې د مهم ملکي او غیرپوځي بیخ بیناؤ د ورانولو په موخه ترسره شوی دی.

له دې مخکښې د یوکرین د ولسمشر جګ پوړي صلاحکار د کریمه پل د چاودنې په هرکلي سره ویلي وو چې دغه سیمه باید یوکرین ته ستنه کړې شي. هغه په یو ټویټ کښې ولیکل: دا څه چې په کریمه پل کښې رامینځته شول، ایله د لوبې پیل دی.

د ویلو ده چې کریمه پل دغه ټاپو وزمه د روسیې له اصلي خاورې سره یوځاې کوي. کریمه سیمه د ۲۰۱۴ کال له ټولپوښتنې وروسته له یوکرین څخه جلا شوه او په روسیې کښې شامله شوې وه.