بریتانیا د ایران پرضد نوي بندیزونه ولګول
ایرنا خبري اژانس وايي بریتانیا روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو په سپارلو کښې د چټي ادعا په مطرح کولو سره د ایران پرضد نوي بایکاټونه چې څو ساعته مخکې د اروپايي اتحادیې لخوا اعلان شول ولګول.
د ایران د خلکو دوښمانان د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته تل د ظالمانه بایکاټونو په لګولو سره د ایران اقتصاد ته د ګوزار د ورکولو کوشش کوي او هغوې له صنعتي بایکاټ هم ډډه نه ده کړي.
د بریتانیا حکومت پرون وویل روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو په سپارلو کښې د ایران د څلورو بایکاټ شویو چارواکو شتمنۍ کنګل شوي او د انګلستان شرکتونه او ښاریز له دغو څلوو چارواکو سره له مالي راشه درشه څخه منع کړې شوي دي.
د بریتانیا حکومت وویل د ایران دغه څلور چارواکي لندن ته د سفر حق نلري او انګلستان ته د دوې په ورتلو بندیز لګول شوی.
له دې مخکې د اروپايي اتحادیې شورا روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو د ورکولو په چټي ادعا سره د ایران په څلورو چارواکو بایکاټ ولګاوه.
په چتي ادعاګانو سره د ایران پرضد د بریتانیا او د اروپايي اتحادیې نوي بایکاټونه په داسې حال کښې لګول شوي چې د ایران اسلامي جمهوریت له دې مخکې روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو د استولو په هکله ادعاګانې په کلکه دروغ بللي دي.